د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ به برینه او ګذک سیمو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ګزمه د وسله والو طالبانو د چک پوینټ او مقاومت سره مخ شوه چې په ځوابیه بریدونو کې ۳۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول .
یاد وسله وال طالبان چې د هوایي ځواک په همکارۍ لمنځه وړل شوي، دوه عرادې ډاډسن موټرې، وسلې، دوه کړۍ ماینونه، د دوی د پټیدو څمځې او نورې سیمې تخریب شوي دی .
متاسفانه چې د وسله والو طالبانو له لورې په سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه ټپيان شوی چې د امنیتي ځواکونو له لورې سیمه ییز روغتون ته را لیږدول شوي دي.