د «بې واکه صورتونه» يو لنډ جاج

د «بې واکه صورتونه» يو لنډ جاج


  • 4 کاله دمخه (24/10/2020)
  • وحيدالله بريال
  • 1853

بې واکه صورتونه چاپ شو. مبارکي يې ليکوال او د ادب لوستوالو ته وړاندې کوم. بې واکه صورتونه د پښتو ادب د ځوان کهول هغه ليکوال او شاعر لیکلی چې فکر او قلم يې پښتو ادب ته داسې پنځونې ورکړې، چې تر ډېرو به يې پښتانه لوستوال او ليکوال نوم یاد ساتي. 

استاد اجمل ښکلی که ډېر ځوان دی، خو فکر يې ډېر پوخ دی. د دوی د فکري پوختګي ثبوت خپله د دوی پخه شاعري او ليکوالي ده. خدای دې د دوی د ژوند مزل اوږد کړي، چې پښتنو لوستونکو ته د ژوند له اباسين نه ډېرې ملغرې راوکاږي. 

بې واکه صورتونه څو ورځې مخکې په کابل کې سمون خپرندويې ټولنې چاپ کړ. په هغه ورځ په دې فکر کې وم، چې کاش کابل کې وای، تر ټولو د مخه به مې لوستی وای. زما د لوست تنده ځکه ډېره وه، چې يو خو بې واکه صورتونه پر نوې موضوع ليکل شوی و، چې لا په پښتو کې پر دې موضوع کتاب څه چې مقالې يې هم د نشت په حساب دي، بل د استاد ښکلي هره ليکنه او شعر زه په ډېره تلوسه او خوښۍ لولم، دی زموږ د عصر يو ايډيال ليکوال دی. په هر صورت کتاب تر ما راورسېد. زه يې د ليکوال او يارانو منندوی یم، چې په دومره ستره ډالۍ يې ونازولم. ښکليه! دا لاس نيوی به دې تر ډېره ياده ومه. 

په «بې واکه صورتونه» کې څه دي؟ موږ په پښتو کې د فيمينزم تر ډېره نوم اورو، خو د فيمينزم په اړه مو په کتابونو او مقالو تنده نه ده خړوبه شوې. دلته د فيمينزم په پېژندنه او فيمنيستي نظرياتو بحث شوی دی. فيمينزم کله رامنځته شو؟ کوم پړاوونه يې طی کړل؟ او تر کومه ورسېد؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د دې کتاب ليکوال ورته په لومړي سر کې ځوابونه وايي. دوی يوازې معلومات نه دي راټول کړي، بلکې هغه يې شنلي او تحليل کړي هم دي. موخه او هدف يې هم ورته ټاکلی. وروسته يې يوې پايلې ته رسېدلی. د بشر په تاريخ کې له ښځو سره د شوي ظلم جاج يې اخيستی دی. همدا رنګه يې ثابته کړې، که د ښځې فکر او نظريې ته درناوی وشي، نو د ټولنې او فرهنګ په وده کې به ستر رول ولوبوي. 

په فرهنګ باندې د فينمينزم اغېز څه دی؟ دلته ليکوال په دې راسره غږېدلی، چې په سياست، ژبه، ادب او اقتصاد کې د ښځو اغېز څه ډول دی؟ کله چې فيمينزم پرمختګ کوي، په فرهنګ کې کوم تغيرات رامنځته کېږي؟ په ژبه کې کوم تغيرات رامنځته شول؟ همداسې ډېر… .

فيمينزم کوم پړاونه طی کړل؟ په لومړي سر کې چې ښځه يوازې د کور وه، بيا ټولنې ته راغله، حق يې تر لاسه کړ. د ټولنې او سياست په پرمختګ  کې يې برخه واخيسته، کوم تغيرات رامنځته شول، دا هغه پوښتنې دي، چې په دې کتاب کې يې تاسو ځوابونه موندلی شئ.

له دوو نړيوالو جګړو را وروسته چې کوم ساينسي تغيرات د موډرنتوب او پرمختګ لپاره رامنځته شوي، دغو ساينسي تغيراتو پخپله هم که ګټه درلوده، څه نا څه تاوان يې هم له ځانه سره لاره. د دې کتاب ليکوال په دې برخه غږېدلی او د دې لپاره چې لوستونکی پر فيمينزم وپوهوي، د ژاک درېدا د پوسټ مډرنيزم افکارو ته يې رابولي او بيا ورته وايي، چې اوس نو په فيمنيزم پوهېدلی شئ. په دې برخه کې به لوستونکی لومړی په پوسټ مډرنيزم څه نا څه پوهېدلی وي، وروسته به په فيمينزم د پوهېدو لپاره ورته لاره هواره شوې وي. ليکوال ليکي « فيمينېزم له يوه پلوه په ټولنه کې د ښځې په اړه د شته ذهنيت پر وړاندې رغښتماتې تيوري وکاروله او عملي هلې ځلې يې وکړې او له بله پلوه يې په ادبي، تاريخي او نورو متونو کې د ښځو په اړه د همدغه شته ذهنيت پر بنسټ رغېدلي صفتونه وکږل او دا متنونه يې وشنل يا ډيکنسټرکټ کړل او هغه اړپېچن حالتونه يې رابرسېره کړل، چې نرينه ذهنيت جوړ کړي وو.» (بې واکه صورتونه)

ښځمنواله کره کتنه (Gynocriticism) ولې رامنځته شوه؟ د دې کره کتنې ګټه څه وه؟ له فيمينزم سره يې څنګه اړيکه لرله؟ استاد ليکي: «ضمير علي: ښځه چې د خپل يوه بيالوژيکي او عضوي(اورگانيک) فعاليت په اړه خبرې کوي؛ نو دا به ډېرې مستندې، رښتيا او باوري وي. سړى دا نشي درک کولاى يا که يې ژورو ته ځان رسول غواړي؛ نو بايد له يوي نوې تجربې تېر شي. خبره چې د ادبياتو شي؛ نو ښځې چې کوم احساسات څرگندوي، هغه نارينه کره کتونکي نشي درک کولاى. همدا لامل و، چې د (Gynocriticism) يا ښځمنې کره کتنې جواز پيدا شو او ومنل شوه. د ماشوم د زېږون تجربه يوازې د ښځې تجربه ده او کله چې ښځه دا تجربه څرگندوي؛ نو سړى يې هغسې نشي احساسولاى لکه يوه ښځه… .» (همدا کتاب) په دې برخه کې د کتاب ليکوال لومړی د دغې کره کتنې په اړه غږېږي او د ښځمنو ليکوالو د ليک ځينې بېلګې تشرېح کوي. همدا رنګه د دې کره کتنې د ارزښت په اړه يو بل ځای ليکي: « اوس نو موږ د ښځمنو ليکوالو او شاعرانو د کلمو د انتخاب، د جملو د جوړښت، د موضوعاتو تر غوراوي ا… شا ته همدا د جنسيتي کمترۍ احساس وينو او دا د ښځمنو پنځگرو د سبک لويه ځانگړنه ده، چې ښځمنه کره کتنه يې رابرسېره کوي، ځکه د جنسيتي حقارت کومه تجربه چې په بندو ټولنو کې ښځه کوي، سړى ورسره نه مخېږي او همدا هغه اړخ دى، چې ښځمنه کره کتنه ورپسې گرځي.» ښځمنواله کره کتنه ګړنه چې لومړی په امريکا کې د ايليان شوالتر له خوا رامنځته شوه، وروسته يې پرمختګ وکړ، اوس په پښتو ادب کې هم په دې برخه کې ليکوالانې لرو. استاد د حسينه ګل تنها د شعر د تشرېح په پای کې ليکي: « پر نرينه کلچر د يوې شاعرې دا ډول نيوکې لومړى په ټوله کې د فيمينېزم او بيا د ښځمنې کره کتنې موضوع ده.» يو بل ځای ليکي: « د فيمينستي کره کتنې موخه دا وه، چې متونو ته د خپلو ښځينه انگېرنو او ننگېرنو له زاويې وگوري او هغه نرينه مرکزيت مات کړي، چې په دې متونو کې موجود دى.» دا او دې ته ورته ډېر ښه بحث د دې کتاب يوه فصل جوړوي، چې باوري يم، لوستونکي به په دې برخه کې هغه څه تر زده کړي، چې تر اوسه يې په پښتو کې نه و لوستي. 

«که پښتو ادب د جنسيت پر دوو اړخونو ووېشو؛ نو ويلاى شو، چې د ښځمنو د واقعي احساساتو انځور ډېر کم تر سترگو کېږي. زموږ ټول ادب منثور دى که منظوم له ښځو سره له فرهنگې توپيره ډک دى.»(بې واکه صورتونه) د دې توپير علتونه څه دي؟ په دې برخه کې د ښکلي تحليل او فکر لوستل په کار دي. دلته به د پښتو شاعرۍ په لرغونې او منځنۍ دوره کې د ښځې په شتون او  نه شتون خبر شئ. په دې به وپوهېږې، چې پښتنو شاعرانو ښځو ته هغه وخت کوم ارزښت ورکړی دی. لوستونکي به په دغه برخه کې ډېر نور داسې څه ولولي، چې لا يې نه و لوستي. 

په معاصر ادب کې ښځې ته پښتو شاعرانو او ليکوالو کوم مقام ورک کړ؟ تر دې دمخه چې ښځه يوازې د محبوبا په واړه چوکاټ کې بنده وه، د معاصرې دورې ليکوالو ورته کوم چوکاټونه اهدا کړل؟ استاد ښکلی راته وايي : « په معاصر ادب کې ښځه د محبوبې له تنگ چوکاټ نه راووته او په يوه پراخ مفهوم واوښته. ښځې هم د خپلو احساساتو د انځورنې لپاره فعالې شوې او ډېرې شاعرانې او ليکوالې پکې پيدا شوې.

د کيفيت له پلوه پر څه نا څه بدلون سربېره د کميت له پلوه هم بدلون راغلى. ښځه له يوه پلوه د محبوبې له وړوکي چوکاټه راووته او په شاعرۍ کې ورته نور خطابونه هم وکارېدل او له بله پلوه يې نثر ته هم مخه کړه. په کيسو، ادبي ټوټو، سفرنامو او مقالو کې رامخته شوه.» (همدا اثر) په دې فصل کې استاد ښکلي له پښتو شاعرۍ او کيسه ييز ادب نه داسې بېلګې رااخيستې چې په هغو کې ښځو ته کوم ارزښت ورکول شوی دی.

پښتو ولسي ادب کې د ښځې مقام څنګه او چېرته دی؟ ولسي ادب کې ښځه دخيله هم ده، چې پښتو لنډۍ يې ښه بېلګه کېدای شي، استاد ښکلي د ولسي ادب بېلې بېلې برخې کره کړې دي. هلته يې د ښځې ارزښت او همدارنګه هغه برخې چې د ښځو لخوا ويل شوې دي، د ښځې احساسات يې تشرېح کړي دي. «… په لنډيو او کاکړيو کې بيا ښځه په ازاد چاپېريال کې وينو، چې واقعيت ته ورنېژدې ده. په دې توگه ويلاى شو چې په ټوله کې واقعي ښځه په ادب کې له وړاندې شوې ښځې سره توپير لري.» 

په پښتو ادب کې دغه موضوع يوه نوې او اړينه موضوع ده. د فيمينزم په اړه که دا لومړی اثر وګڼو،خبره به مې تر ډېره ناسمه نه وي، پر فيمينزم له بحث وروسته په پښتو شاعري او معاصر کيسه ييز ادب کې د ښځې مقام په دې کتاب کې ښه ترا څرګند شوی دی، يوه يادونه بايد وکړم، چې دا کتاب که د فيمينزم په اړه لومړی کتاب دی، نو ليکوال هم هڅه کړې چې تر ډېره په عمومياتو پسې ولاړ شي. دوی ته مې وړانديز دا دی، چې په دې برخه يو څه نور هم پاتې شي او له دې کتاب وروسته يې هغه هڅه دويم کتاب شي، تر څو په پښتو کې د فيمينزم په اړه يوه يو څه بشپړه سلسله ولولو. په کتاب زما يو څو توري د کتاب يو کلي تصوير و، چې لوستونکي مې يې لوستو ته راوبلل، د کتاب بشپړه سپړنه او تشرېح نوره هم په کار ده، چې دا کار يې نورو لوستونکو ته پرېږدم.

۲۰۲۰/ اکتوبر/ ۱۶مه

روسيه، نيژني نووګرود