کابل: د يو ښوونيز مرکز په کوڅه کې ځانمرګي بريد ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل: د يو ښوونيز مرکز په کوڅه کې ځانمرګي بريد ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 کاله دمخه (24/10/2020)
  • عمران دانش
  • 1592

د کورنیو چارو وزارت وياند، طارق ارين وایي د کابل ښار دشت برچي کې د چاودنې له امله لس کسه شهيدان او شل نور ټپیان دي.

ارين وایي د وژل شویو او ټپیانو ارقامو کې د تغیراتو احتمال شته دی.

‏طارق ارين زياتوي، دغه پېښه د کوثر دانش روزنیز مرکز په کوڅه کې شوې ده او شونې ده چې دغه چاودنه د ځانمرګي برید له امله وي.