د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې یو لړ پوښتنې راپورته کړې دي.

د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې یو لړ پوښتنې راپورته کړې دي.


  • 3 کاله دمخه (24/10/2020)
  • نسيم ستانکزی
  • 1191

د هیواد په شمالي ولایتونو کې په پرله پسې ډول د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې یو لړ پوښتنې راپورته کړې دي.

که څه هم افغان امنیتي ادارې وایي، په تخار، کندز او نیمروز ولایتونو کې وژل شوي افغان سرتیري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي، خو د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي په تخار ولایت کې پر افغان ځواکونو د هوا له لارې برید شوی او د پوځ له تخریب شویو وسایطو څخه ښکاري چې هغوی د طالبانو په برید کې نه، بلکې په هوایي حمله کې وژل شوي دي.

د پوځي چارو شنونکي په ډراماتیک ډول په دومره لوړ شمیر د امنیتي سرتېرو د تلفاتو زياتېدل د پوښتنې وړ بولي او وایي امنیتي ادارې دې په دې هکله وضاحت ورکړي. 

ملي دفاع وزارت په تخار کې د رامنځ ته شوې وروستۍ پېښې په اړه څه نه وایي، خو په وینا یې افغان حکومت په ټول توان هڅه کوي چې امنیتي ځواکونو ته پر وخت اکمالات وکړي.