د مینې مفهوم د نړۍ ټولو انسانانو په ذهنونو کې شته. مینه د نړۍد بېلابېلو شیانو سره کېدای شي، څوک به د حقیقي مینې لاروی وي او څوک به د مجازي مینې په لومو کې نښتی وي. د لومړنیو بدوي انسانانو په رغښت کې هم د مینې ماده لېدل کېده خو د وخت په تېرېدلو چې کله ټولنه پرمختګ کوي د مینې برخه هم پیاوړې کېږي. کله چې ماشوم د لومړي ځل لپاره پیدا شي پکې د مینې ماده لیدل کېږي.
مینه د یو زوړ ارکي ټایپ په ډول د نړۍ په انسانانو کې لیدل کېږي. د جسم، روان، شعور او لاشعور تر منځ یو ډول هماهنګي پیدا کوي.
د نړۍ په لومړنیو اسطورو کې افرودیت د مینې یوه لرغونې زړبېلګه ده. د ښځینوو هغه ښکلا ده چې د مقابل لوري د داخلي شور لامل ګرځي. افرودیت د ښځینوو سره مرسته کوي چې جذاب وي او په دې فکر کې وي چې څنګه خپله داخلي ښکلا ښکاره کړي. دا د بهرنۍ ښکلا پرته داخلي ښکلا ته ډېر ارزښت ورکوي او له صورته سیرت ورته اهمیت لري.
د افردویت ښکلاییز سمبول په لاتیني ژبه کې د «ونوس» په نوم یادیږي او په اسطورو کې د ښکلا ملکه ده، په یوناني ادبیاتو کې افرودیت اولاد نه زیږوي، چې لوی لامل یې دا کېدای شي چې ښکلا ته یې زیان ونه رسېږي.
د سومریانو په حماسه کې په ګلګمیش د الهې مینیدل، شپږ ورځې او شپږ شپې له انکیدو سره د الهې شپې تېرول او له هغه سره مینه کول، د هندوانو په په راماین او مهابهارت کې د رام او سیتا د مینې داستان، په الیاد او اودیسه کې د اولیس د مینې خبرې او داسې نور په دې دلالت کوي چې مینه او مینیدل یوه زړه زړبېلګه ده.
د ښکلا وږمه کې د مینې په اړه راغلي دي:
هغه د محبت برېښنا او د مینې برق دی، کوم وخت چې د زړه مشین د مینې په برېښنا وګرځي او په حرکت راشي نو په زړه کې زیات تاو او بخار پیدا شي.
همدارنګه بله بېلګه ده:
عشق په ابتدا او انتها کې د زړه د رپیدو د جرس د فریاد او د ژوند د حرکت علت دی، د ژوند اغاز هم یو عشق دی یو فریاد دی ا انجام یې هم دغه شی دی.
دلته دوه ګونو تضادونو ته اشاره شوې ده، لکه، ابتدا او انتها او اغاز او انجام. له اغاز او انجامه موخه د مرګ او ژوند یادونه ده. د انسان له هست کېدو سره یې نیست کېدل ملګری وي، د انسان پیدایښت ته خوشحالیږو او مرګ ته یې خپه کېږو چې په اسلامي اصولو کې مرګ هستي ده، نیستي نه ده.
ماشوم په ژړا سره پیدا کېږي خو د یو انسان په مرګ هم خلک ژاړي چې دا د ژوند یو بل پړاو دی او د نوي ژوندوی پیلامه یې بللای شو.
بېلګه ده:
عاشق په عشق کې ملامت نه دی، بلکې دا ملامتیا د حسن او جمال ده چې سړی په ځان مینوي. که ښایست مقناطیسـي قوت نه لرلی او خوبانو د جمال دامونه نه غوړولی نو هېڅوک به یې د عشق او مینې په لومو کې نه نښتلی.
په لرغونو اسطورو کې افردویت هغه سوزنده مینه ده چې هر ډول انسان د خپل تاثیر لاندې راوړي، که د ده ښکلا نه وای نو ډېر به د مینې او عشق له ستونزو سره نه مخامخېدل.