د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په غزني ولایت کې د هند نیمې وچې لپار د القاعده شبکې د دوهم مشر ابو محسن المصري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ملي امنیت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د القاعده شبکې دغه لوړپوړی غړی وړمه شپه د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
بلخوا افغانستان د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي وايي په غزني کې د القاعده ډلې د غړي وژل کيدل دا څرګندوي چې طالبان له القاعده سره لا هم نږدې اړيکې لري اوطالبانو په دې اړه بېلابېلو لوریو ته درواغ ویلي دي.
القاعده شبکې تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په تړاو څه نه دې ویلي.