د بلخ فرهنګيانو د رحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احساس
  • 1523

د بلخ  فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده.
د بابا په اړه جوړه شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي بهيرونو غړو، يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.
غونډه د  قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن لحاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.
د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد فياض وو.
د غونډې په پيل كې  د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى بريد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.
د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.
د غونډې په پاى كې د دواړو بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه