د حبیب پلار خپل زوی ته

د حبیب پلار خپل زوی ته


  • 3 کاله دمخه (25/10/2020)
  • جعفر هاند
  • 1718

"چې الله درسره مل وي، هېڅوک دې هم نشي ماتولی، هېڅوک."
د روسیې د ازادو سیالیو اتل حبیب نورمحمدوف له نړیوالو سیالیو استعفی وکړه. هغه په وروستۍ مبارزې کې په ابو ظبهۍ کې خپل امریکايي سیال جستن مات کړ.، دا یې نهه وېشتم پرلپسې بری و. له بري وروسته په سجده پریوت او په چیغو چیغو یې وژړل. وايي دا يې په ژوند کې اول بری و چې بې له پلاره یې نمانځي. د روسیې د دغه اتل پلار څه موده مخکې د کرونا له کبله مړ شو. وايي پلار یې تر ټولو ښه روزونکی او مشاور و. هغه وویل: "چې الله درسره وي، هېڅوک دې هم نشي ماتولی، هېڅوک. ‌‌‌‌‌‌مننه پلاره، تا ماته د ټول ژوند درس راکړ." وايي کله چې ورته د دغې سیالۍ په اړه وویل شول، درې ورځې یې له مور سره مشورې وکړې. مور یې ورته ویلي وو چې له پلار پرته دا مبارزه مکوه، خو حبیب خپلې مور ته ژمنه ورکړې وه چې دا به یې وروستۍ مبارزه وي. وايي له پلار پرته ورته سخته ده چې سیالۍ وکړي. په ازادو سیالیو کې سوک، څپېړې، لغتې، غېږه او ‌‌‌‌‌‌ډېر نور وهل ټکول شته، کله ناکله یو بل دومره ووهي چې وینې وینې شي او بې هوښه شي، دا لوبه مې هېڅ نه خوښيږی. حبیب او مینه والو ته یې مبارک. هر څه پيل او پای لري، خو هوښیار خلک که ښه پيل هم ونلري، هڅه کوي چې خاتمه یې ښه وي.