سبا به په ټول هېواد کې د پوليو پر ضد درې ورځينى ملي کمپاين پيل شي

سبا به په ټول هېواد کې د پوليو پر ضد درې ورځينى ملي کمپاين پيل شي


  • 3 کاله دمخه (25/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1276

ټاکل شوې سبا په ټول هېواد کې د پوليو وژونکې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په پار ملي کمپاين پيل شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

ياد کمپاين، چې د يونيسف مرستندويه ادارې لخوا په لاره اچول شوى د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ترسره کېږي، چې موخه يې په ټول هېواد کې د پوليو ويروس په پوره ډول له منځه وړل دي.

په ختيځ کې د پوليو واکسين د عامه پوهاوي او مطبوعاتو مسٶل قدرت الله شکېب نن سمسور نيوز ته وويل، چې د دوشنبې، سه شنبې او چهارشنبې ورځو سربېره د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې هم ياد کمپاين ترسره کوي ترڅو هغه شمېر ماشومان، چې له دغه واکسين څخه پاتې شوي بيا واکسين شي.

 

د يادونې وړ ده، چې سږکال په ټول هېواد ک ٥٣ د پوليو مثبتې پېښې ثبتې  شوي، چې يوه په لغمان يوه په کونړ او پاتې نورې يې په کندهار، هلمند، ارزګان او يو شمېر نورو ولايتونو کې ثبتې دي.