د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له اسلام اباد څخه کابل ته تر راستنېدو وروسته د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې طالبان اوسنی حکومت نه غواړي او په وینا یې د حل یوازینۍ لار مؤقت حکومت دی.
نوموړي چې پاکستان ته یې د خپل وروستي سفر په اړه خبرې کولې وویل، پاکستان ډاډ ورکړی دی چې د افغان سولې پروسې برخه کې به صادقانه همکاري کوي.
هغه دغه راز د دوحې پر مذاکراتو هم نیوکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا خبرې یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، حکمتیار د نظام پر خلاف له پارونکو څرګندونو پرته خلکو ته بل پیغام نه لري.
نوموړي پر خپل ټویټر د حکمتیار څرګندونو ته غبرګون کې لیکلي، افغان حکومت د بیان او سیاسي ازادۍ ته ژمن دی او حکمتیار په تېرو څلورو لسیزو کې د نظام د مخالفت او پارونکو څرګندونو پرته خلکو ته بل هیڅ پیغام نه دی ورکړی.
نوموړي زیاته کړې چې خلک یې اوس له خبرو سره عادي او د خبرو پر وړاندې یې بې تفاوته دي.