د سامسینګ کمپنۍ مشر مړ شو
د سامسینګ مبايل، میموري کارتونو او برقي سامان الاتو کمپنۍ مشر (ليکون هي) مړ شو.
ليکون هي د پلار د مرګ نه پس په 1985 م کال کې د سامسینګ کمپنۍ مشري واخیسته، چې په خورا چټکۍ یې په نړیواله کمپنۍ بدله کړه.
د فوربز مجلې په حواله، ليکون هي په 2009 م کال کې د جنوبي کوریا تر ټولو مالداره شخص و چې د 20 ارب ډالرو څخه یې زیاته سرمایه درلوده چې د 78 کالو په عمر مړ شو.
***