په کابل کې د کرکټ د اتو اکاډمیو د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ ۲۰اوریزې سیالۍ روانې دي. ځینې لوبغاړي په کې ځلېدلي او لا دې وځلیږي. دا ښه ابتګار دی او ډاډه یم چې د آینده لپاره به ترې ښه لوبغاړي میدان ته راووځي. زموږ د کرکټ بنسټ همدغه دی او له همدغه ځای څخه لا پخیږي او غښتلی کیږي. ښه ده چې په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د دغو لوبو او په لوبو کې د ځینو ځلېدونکو ځلمیانو تصویرونه او خبرونه خپاره شي. دا څو ګټې لري:
۱-د دغو لوبغاړو یو ډول رسمي ریکارډ ثبتیږي چې بیا یې آینده کې په اړه معلومات اسان وي
۲- د ځینو له نومونو او څېرو سره د کرکټ مینه وال لا اشنا کیږي
۳- ځلمي لوبغاړي تشویق کیږي او پر خپلې وړتیا او استعداد لا ډاډمن کیږي
۴-تر ټولو مهمه دا چې د دوی رسمي عمر ثبتیږي او د رښتیني سن او عمر په اساس به ملي لوبډلو ته ځي او هېڅ یو لوبغاړی به بیا په عمر کې کمی اوزیاتی ونشی کړای. دا مهال د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو عمرونه ډېر دقیق نه دي او علت هم دا دی چې اکثریت یې افغانستان کې داسې کلب لیول لوبې نه وې کړې
۵-دا ځلمیان چې دلته وځلیږي د ۱۶ کلنو،۱۷ او ۱۹ کلنو او نورو لوبډلو ته یې ورتګ لا ډېر اسان وي او باید اسان وي
۶-دلته به اکثریت لوبغاړي د خوار او غریب زامن وي، دوی وځلیږي او مخکې به ځي او له دې لارې به آینده کې په ملي لوبډلو کې د خپلولۍ پالل هم کم او یو وخت به ختم شي، په خیر. البته که واقعآ په استعداد راځي، که د یوې کورنۍ څو لوبغاړي هم وي، شاید انتقاد پرې ونشي، په نړۍ کې یې مثالونه لرو
۷- په اکاډمیو، ښوونځیو، پوهنځیو، کلیو او بانډو کې کرکټ کول، کرکټ دودول او ځلمیان او ځوانان هڅول په اصل کې د افغانستان د کرکټ د آینده بهترین ضمانت دی
۸-شاید څوک انتقاد وکړي چې د اکاډمیو د دې کچې لوبې باید په رسینو او ټولنیزو رسنیو کې ډېرې منعکسې نشي ځکه چې نورو هېوادونو کې هم دا کار ډېر نه کیږي؛ زه وایم باید دا کار ډېر وشي، ځکه چې نورو هېوادونو کې ښايي د افغانستان په څېر د لوبغاړو په غوراوي کې هومره خپلولي او دوستي ونه پالل شي. باید موږ خپل آینده ستوري له همدغه ځلمیتوب څخه وپېژنو. کاش د دغو ځینو ځلمي لوبغاړو ویدیوګانې او مرکې هم خپرې شې.
۹- د افغانستان د کرکټ آینده لا روښانه ده، ان شاء الله.