په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو د پاکولو کمپاین پیل شو.

په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو د پاکولو کمپاین پیل شو.


  • 6 مياشتي دمخه (26/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 217

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزی وایي، چې د درېیمې حوزې آمر ذبیح الله مسلمیار په مشرۍ يې د یادې حوزې په مربوطاتو کې جدي کمپاین پیل کړی او د هغه موټرونو تورې ښيښې سپینیږي چې د خبرتیاوو سره،سره یې تورې ساتلې وې .

 

هغه یو ځل بیا له ننګرهار مېشتو څخه وغوښتل، چې د خپلو موټرو ښيښې سپینې کړي او که په ښار کې ولیدل شي، نو د پولیسو له لورې به ماتې کړای شي، بیا د شکایت حق نلري .

د يادونې وړ ده، چې لدې وړاندې هم د تورو شيشو د پاکولو په موخه کمپاينونه ترسره شوي ٶ خو پايله يې تر ډېره مثبته نده تمامه شوې.