نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د جلال اباد ښار امير شهيد باغ مخې ته د جلال آباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په آمر چاودنه شوې.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند فرید خان وايي، چې چاودنه په رنجر موټر باندې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې، چې په پايله کې يې يو پولیس ټپي او رنجر موټر ويجاړ شوى دی.
تر دې مهاله د پېښې مسٶليت کومې ډلې پر غاړه ندى اخيستى.