د فرانسې د عالمانو شورا مشر وايي، پیغمبر ته منسوب کارتون له پامه وغورځوئ.

د فرانسې د عالمانو شورا مشر وايي، پیغمبر ته منسوب کارتون له پامه وغورځوئ.


  • 4 کاله دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1378

په فرانسې کې د مسلمانانو د شورا مشر محمد موساوي د یوې اعلامیې په ترڅ کې له مسلمانانو غوښتي چې د اسلام پيغمبر ته منسوب کارتون له پامه وغورځوي او تاوتريخوالي ته لمن ونه وهي.

محمد موسوي وايي، چې مسلمانان دې په مذهبي او ديني مسايلو کې د خپل پيغمبر لاره تعقيب کړي او داسې دې وګڼي، چې دغه کارتون زموږ پيغمبر پورې هېڅ تړاو نلري.

 

په فرانسه کې څو ورځې مخکې یو شل کلن ځوان د تاریخ یو ښوونکی له هغه وروسته وواژه، چې هغه په ټولګي کې زده کوونکو ته د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب کارتون وښوده.

د فرانسې ولسمشر د قتل دغه پېښه غندلې او د کارتون د خپرولو ننګه يې وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان په شمول ډېريو اسلامي هېوادونو د ولسمشر مکرون دغه خبرې غندلي او د هر ډول فرانسوي محصولاتو له اخيستلو يې خپل خلک منع کړي دي.