وروستۍ برخه
په بوتلونو کې یې نم لرونکې خاوره واچوله،خولې یې ایله پریښوې ـ ځینې بوتلونه یې سم او ځینې یو ډډه کیښول او ځینې یې په تیاره خونو کې چې تنګې وې بند کړل ـ ځینې یې په تودو ځایونو او ځینې یې په سړو ځایونو کې ځای پر ځای کړل ـ دا بوتلونه یې د ۲۵۰ کالو لپاره ایښي دي، له دوی یې هر بوتل پنځه کاله وروسته خلاصول کیږي نباتي او کیمیاوي کتنه یې کیږي او پکې راتلونکي بدلونونه یادداشت کیږي ـ ډاکتر ولیم جیمز بیل تر ۱۹۲۰ پورې د دې بوتلونو څارنه کوله، هغه د ځان په څیر په هغه وخت کې یو بل لیونی هم لټولو ـ هغه ته دا پاګل د ډاکتر هنري ډارلنګټن په شکل کې پیدا شو، ډاکتر هنري د پروفیسور ولیم شاګرد و ـ پروفیسور ته په هغه کې د هغه ایمانداري او خپلواک طبعیتي ترسترګو شوه چې د داسې تجربو لپاره اړینه وي، پروفیسور ولیم له خپل مرګ وړاندې ۳۰ بوتلونه او خپل ملګري پروفیسور ډارلنګټن ته راپورونه په میراث پریښول ـ
پروفیسور ډارلنګټن له مرګ وړاندې خپل شاګردان رابرټن بډورسکي او جین زیوراټ په اعتماد کې واخیستل ـ دوی دواړو هم تر مرګه پورې له دې بوتلونو ساتنه کوله، دا بوتلونه نن سبا د ډاکتر فرنګ نیولسکي په ولکه کې دي او هغه پکې راتلونکي بدلونونه یاداشت کوي ـ دی هم درې شاګردان روزي او تیاروي ـ دا دریواړه شاګردان به د نیلوسکي له مړینې مخکې دا چاره پخپلو لاسونو کې اخلي او دا خلک به د تجربې دا مثال له خپل مرګ وړاندې راتلونکي نسل ته سپاري.
دا شل بوتلونه له تیرو ۱۳۷ کالو راهیسې په خوندي ډول ساتل کیږي په دې ۱۳۷ کالو کې په نړۍ کې زلزلې هم راغلې، توپانونه هم، سیلاوونه او سونامي هم او سیاسي انقلابونه هم، په نړۍ کې دوه لوی جنګونه هم وشول او درې لوی اقتصادي بحرانونه هم راغلل؛ خو د ساینسپوهانو څلور نسلونو دې تجربو او شل بوتلونو ته هیڅ زیان پرینښود ـ د ځان غوندې یې ترې ساتنه کوله ـ په دې ۱۳۷ کلونو کې له ۲۳ ډوله بوټو یوازې دوه ډوله بوټي پیدا شول په دې کې د یوه بوټي نوم " موتھ باټی" دی دا یې په پنځوسو بوتلونو کې ایښی و او ساتلی و ـ له دې نه ۲۳ تخمونه نه یوازې وچاودل او وشلیدل بلکې ځوان هم شول؛ خو د دوهم ډول باټي یوازې تخم وشلیده او خور شو ـ تر ننه پورې پنځلس بوتلونه ایله کړل شوي دي ،پنځه بوتلونه پاتې دي ـ دا بوتلونه به د شلو ـ شلو کالو په واټن او دمې سره پرانستل کیږي وروستی بوتل به په ۲۱۰۰ زیږدیز کې پرانیستل کیږي چې په هغه سره به دا تجربه مکمله شي ـ د دې تحربې له مخې دا اندازه لګول کیږي چې په کوم باټي کې تر څومره وخته پورې د ودې وړتیا او صلاحیت ژوندی پاتې کیږي ـ د دې له مخې به د دې ازغو، وښو او بوټو د عمر حساب لګول کیږي دا وړاندوېینه چې کله ترسره شي؛ نو ساینسپوهان به دې پایلې ته ورسیږي چې دهقان کوم باټي څو وارې وباسي چې بیخي له منځه لاړ شي ـ کوم ډول بوټی به په څومره وخت کې په کوم پټي کې ژوندی پاتې شي او د کوم بوټي د وژلو لپاره څه ډول تخم د څومره وخت لپاره وکرل شي او له کوم فصل ډډه وکړل شي دا به هم معلومه شي چې کوم ډول تخم په کوم موسم او په څومره درجه حرارت کې فنا کیږي او څوک په کومه درجه حرارت کې ډیره وده مومي، دا د انساني تاریخ اوږده تجربه ده.
تاسې په دې تجربه کې د برخه لرونکیو او برخه اخیستونکیو ساینسپوهانو طرف او اخلاص وګورئ په دوی کې هر یو شخص په دې پوهیږي او پوهیده چې د دې تجربې تر بل پړاو پورې به ژوندی نه پاتې کیږي؛ خو برسیره پر دې هم خپل ټول ژوند یې پکې تیرولو او له نړۍ غلی رخصتیده ـ تاسې د دې خلکو کمال وګورئ له ډاکتر ولیم جیمز بیل نیولې تر ډاکتر فرینک نیلوسکي پورې هر ساینسپوه په دې پوهیده چې دا د نړۍ تر ټولو سخته او ګرانبیه څیړنه ده او د ساینسپوهانو وروستی ټیم به په دې سره په ملیاردونو ډالر ګټي؛ خو دا خلک برسیره پر دې د څیړنې دا مثال له یوه نه بل نسل ته په لیږدونه بوخت وو، خپله وږي اوسیدل خپله پیسې ـ پیسې ته پسخیدل او حیران وو؛ خو د انساني نسل خوشحالونې او مطمینونې لپاره یې دا لړۍ پسې روانه وساتله ـ دا څومره د کمال خلک دي ـ دوی ځانونه ورکوي او مري؛ خو د څیړنې دا بل مشال مخ پر وړاندې وړي،
خو موږ یې کافر ګڼو او ځانونه مومنان، موږ په ځانمرګو بریدونو برسیره شهیدان یوو او د علم او قربانۍ په دې اساسي لابراتورونو کې تر ځان تیریدو او مرګ وروسته هم هغوی دوزخیان دي ـ دا د څه شي انصاف دی دا د کوم ځای قانون دی موږ که مومنان یوو میراث مو چیرته دی؟ او که دا علم زموږ ورک شوی میراث دی چې ساتنه یې د داکتر ولیم جیمز بیل په څیر خلک له ۱۳۷ کلونو راهیسې کوي؛ نو بیا ولې موږ مومن ابن مومن یادیږو؟
د ډاکتر ولیم دا بوتلونه به دا پوښتنه تر راتلونکو ۸۰ کلونو پورې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له امته کوي چې
شته کوم رښتونی عاشق د پیغمبر، چا سره به د دې ځواب وي؟
پای