د اى پي اېل په نن شپه لوبه کې د راشد خان نوې کارنامه!

د اى پي اېل په نن شپه لوبه کې د راشد خان نوې کارنامه!


  • 3 کاله دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 3182

د اى پي اېل ٤٧ لوبه چې د  حيدرآباد او د ډهلي کپېټلز لوبډلې تر منځ ترسره شوه، پکې لومړۍ توپ وهنه حيدرآباد وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې ٢١٩ منډې جوړې کړې او ډهلي کپېټلز ته يې د ٢٢٠ منډو هدف ورکړ.

ډهلې لوبډلې ياد هدف پوره نکړ او په ١٣١ منډو يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو حيرانونکې خبره داده،چې په دغې لوبه کې راشد خان آرمان په خپلو څلورو اورونو کې ٧ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.

راشد خان لدې وړاندې په اى پي اېل لوبو کې دغسې کارنامه نه وه ترسره کړې، خو د دغو لوبو په لړۍ کې يې لدې وړاندې هم ښه توپ اچونه ترسره کړې، او څو ورځې وړاندې يې هم د همدې لوبډلې پر خلاف په څلورو اورونو کې ١٢ منډې ورکړې وې او ٣ وېکټې يې اخيستې وې.

راشد خان تر دې مهاله په ټولو لوبو کې ١٧ وېکټې اخيستي دي.