ټرمپ او بایډن باید افغانستان بېرته ترهګرو ته تسلیم نه کړي

ټرمپ او بایډن باید افغانستان بېرته ترهګرو ته تسلیم نه کړي


  • 4 کاله دمخه (28/10/2020)
  • خليل
  • 1387

په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، سره له دې چې امریکایي نوماندان په ټاکنیزو کمپاینونو کې پر بهرنۍ تګلاره تمرکز نه کوي، خو بیا هم جوبايډن په لږ ډېر توپیر د ټرمپ په څېر له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی. نوموړي همدا راز ویلي چې ټرمپ دمګړی د افغانستان له مسئلې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار اخلي او ددې احتمال شته چې له ټاکنو وروسته پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي. نیومن وایي ټرمپ تر دې دمه هېڅ وخت په رسمي توګه په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو او یا له دغه هېواد د سرتېرو د ایستلو په اړه فرمان نه دی ورکړی، بلکې یوازې ټوېټ پیغامونه یې خپاره کړي له همدې امله ددې احتمال شته چې تر ټاکنو وروسته پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي. رونالډ نیومن زیاته کړې دواړو نوماندانو ته په کار ده چې د افغانستان په مسئله کې مسوولانه چلند وکړي او دغه هېواد ترهګرو ته تسلیم نه کړي.