زلمی خلیلزاد وایي، د سیاسي جوړ جاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره نه وي پرانیستې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې، چې دا هیڅ د منلو نه ده .
نوموړی وايي، دی ځکه مایوسه شوی چې د جګړو د کمولو له ژمنو سره سره تاوتریخوالی نه دی کم شوی او وايي، چې د دې جګړو ډیری قربانیان افغانان دي.
خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي، چې د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره نه وي پرانیستې او غوښتنه یې کړې، چې روانه وینه توییدنه باید بنده شي.