غني: د افغانستان او ایران ترمنځ  وارداتو او صادراتو کې دې بیلانس رامنځته شي

غني: د افغانستان او ایران ترمنځ وارداتو او صادراتو کې دې بیلانس رامنځته شي


  • 4 کاله دمخه (28/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1147

 

د ولسمشر غني په مشرۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه غونډه شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو له مسوولینو سره د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکاریو کچې او تفاهم لیکونو په اړه بحث او خبرې شوي او ځینو برخو کې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

ارګ وایي ولسمشر اشرف غني اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې څو د ایران وړاندیزونه د عملي کېدو لپاره، په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د افغانستان صادرات او محصولات باید د ایران بازارونو ته ولاړ شي او د افغانستان او ایران ترمنځ په وارداتو او صادراتو کې بیلانس رامنځته شي.