د سولې څخه زموږ هدف ثبات دی، نه د یو قرارداد هدف لرو، تیر وختونو کې قراردادونه شوي چې پایله یې داخلي جنګونو باندې تمامه شوې.
له سولې وروسته موږ اماده ګي نیسو، اندیښنې لرو چې بیا تیرې ترخې ورځې را نه شي.
موږ ډير په احتیاط سره مخکې ځو چې ګواښونو ښه مدیریت شي.
د طالبانو په نیت موږ کاملا شک لرو، د دوی په خپلواکۍ شک لرو، موږ فکر کوو چې طالبان خپلو پریکړو کې خپلواک نه دي.
داسې نه چې د سولې په نوم موږ باندې بله جګړه وتپل شي، داسې نه چې د طالبانو یوه ډله راشي او بله ډله جګړې ته دوام ورکړي.
موږ تراوسه مطمیین نه یو چې طالبان نیت او صلاحیت د سولې لري که نه؟
هغه څه چې د سولې پروسې لپاره مهم و، موږ هغه ګامونه اخیستي دي، تر هغې چې موږ مطمیین شوي یو چې یو اقدام سولې ته ګټه لري، موږ هغه کار کړی، لکه د زندانیانو خوشې کیدل.
زموږ هڅه دا ده چې څنګه کیدلی شي، جګړه ودریږي، که جګړه د مشارکت لپاره وي، دا بحث ته اړتیا لري او موږ دې بحثونو ته چمتو یو.
د نظام ړنګیدل د حل لار نه ده، طالبانو د نظام د ړنګیدو لپاره اتلس کاله جګړه کړې او اوس هم هڅه کوي چې دا هر څه له منځه یوسي.
که څوک شعوري او یا غیرې شعوري ډول باندې د نظام ړنګیدو هڅې کوي، دا ښه نه کوي، موږ د نظام ړنګیدو پایلې لیدلي دي.
طالبان په خبرو کې باصلاحیته نه دي، یو ټکي باندې هوکړې ته نه رسیږي، خو زموږ پلاوی باصلاحیته نه دی.
امریکا خپل صلاحیت لري چې له طالبانو سره یې هوکړه وکړه، موږ خپل صلاحیت لرو چې د خلکو د راتلونکي په تړاو تصمیم ونیسو.
امریکا د خپلو هدفونو لپاره طالبانو سره هوکړې لاسلیک کړې چې یوه هدف د بین الافغاني خبرو پيل و. دا چې له دې سند وروسته څه کیږي، دا زموږ تصمیم دی.
طالبانو یو اسامه امریکا ته نه ورکو، خپل ريژیم یې پرې ړنګ کړ، خو اوس له امریکا سره هوکړه کوي چې القاعده سره اړیکې نه پالو.
طالبان د هر څه مسوول دي چې شل کاله مخکې یې له امریکا سره موافقه نه کوله، خو اوس یې چې سلګونه زره کسان ووژل، موافقه یې ورسره وکړه.
طالبان د هیریونو قاچاق کوي او بیا تمه هم لري چې نړیوال ورسره مرسته وکړي.
موږ د طالبانو د هغو لیدنو په تړاو کوم اعتراض نه لرو چې بهرنیو هېوادونو استازو سره یې لري، دا لیدنې به د طالبانو سر خلاص کړي چې نړۍ وګوري او سیاستونه زده کړي.
که سوله راځي، په هغه وخت کې شونې ده چې نظام کې بدلون راشي، خو تراوسه چې هیڅ خبرې نه دي شوي، د نظام د ړنګیدو خبره هیڅ ډول د منلو نه ده، سوله باید تضمین شي.
تر څو چې سوله نه وي راغلي، هیڅ ډول نظام او حکومت ړنګول نه منو، خو که کله سوله تضمین شوه، بیا حاضر یو چې د نظام بحث وکړو.
دا زموږ مسوولیت دی چې افغانستان ته ثبات راولو چې له خپلو کورنیو سره باعزته ژوند ولرو. بیا باید د ویجاړۍ خاطرې تکرار نه شي.
که سوله راشي، موږ حاضر یو چې ښه په ارامه کور کې کینو.
زموږ جګړه دفاعي حالت کې ده،تر څو چې طالبان برید و نه کړي، موږ پسې نه ورځو،
د طالبانو بندیانو قسم وکړ چې بیا جګړه نه کو، خو نږدې ۶سوه طالب بندیان موږ لیست کړي چې جګړې ته ګرځیدلی او حتی ځینو یې د قومندانۍ او ولسوالیو پورې مسوولیتونه اخیستې دي.
د طالب جګړه د قدرت لپاره ده، طالب غواړي چې سل سلنه قدرت او واکمني د دوی په لاس کې وي، طالبان غواړي چې په زور باندې د حکومت زعامت په واک کې واخلي او پر خلکو باندې ځان تحمیل کړي.
د طالبانو تمویل کوونکي اوس ښکاره دي او په ښکاره چیغي وهي چې موږ پر طالبانو نفوذ لرو، که طالبانو بهرني تمویل کوونکی نه درلودی، دومره اوږده جګړه یې نه شوه کولی.
موږ د تعرضي جګړې لپاره امکانات او بشري قوه لرو،
خلک غوښتنه لري چې موږ وسله ورکړو او د طالب پرضد وجنګیږي، خو موږ ډار لرو چې داسې نه خلک مسلح شي او بیا ترې هره سیمه کې ځانګړی حکومت جوړ شي.
طالبان لکه اوس چې د کوندو او یتیمانو مسوول دي، داسې په راتلونکي کې د داخلي جګړو مسوول هم دي.
پاکستاني چارواکي خبرې ښې کوي، خو عمل یې تراوسه موږ نه دی لیدلی، موږ له پاکستان عمل غواړو چې له زموږ سره دښمنۍ څخه لاس واخلي، عمل دا دی چې پاکستان دې نور له طالبانو سره مرستې نه کوي او سولې پروسه کې مرسته وکړي.
موږ له پاکستان کوم پرتوکول نه غواړو، بلکې د دوستۍ عمل يې غواړو چې افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي.
موږ دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې که پاکستاني ځواکونو افغان خاوره باندې یو راکټ ګوزار کړ، ځواب یې ورکړ او بل راکټ ور ګوزار کړئ.
موږ ته امریکایانو ډاډ راکړی چې له افغانانو سره په ژمنو باندې ولاړ دي، د مسلح ځواکونو د تمویل موضوه خپل ځای باندې ده، د ۲۰۲۱ کال بودجه یې راغلي او د ۲۰۲۲ کال بودجه باندې کار کیږي.
که امریکایان وځي، موږ ته یې ډاډ راکړی چې وتل به یې مسوولان وي او له موږ سره په همغږي به وځي.
د امریکایانو وتل ، موږ له کوم ګواښ سره نه مخ کوي، ځکه امریکایان اوس په جنګ کې دخیل نه دي او د عملیاتو برخه او روزنې افغان ځواکونه مخکې وړي.
ځینو سیمو کې د دوی مرستې ته ضرورت پيدا کیږي، لکه هوایي ځواک، د امریکایانو همکاري دوام لري، د هوایي ځواک لپاره د الوتکو اخیستلو پروسه روانه ده، د بيلوټانو د رزونې پروسه روانه ده.
موږ د امریکایانو له وتلو سره لازمه اماده ګي نیسو چې د دوی په وتلو سره کومه خلا رامنځ ته نه شي.