عرفان پټان فلمونو ته مخه کړه
د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي عرفان پټان له کرکټ وروسته سینما ته مخه کړه.
هغه د (کبرا) په نوم د تامل ژبې په یو فلم کې یې کار پېل کړی چې د روان کال تر پایه به نندارې ته وړاندې شي.
عرفان پټان په 2003 م کال کې د هند لپاره نړیوالې لوبې پېل کړې وې، خو په وروستیو وختونو کې د لوبېدو چانس نه ورکول کېده، له هر ډول کرکټ یې استعفا وکړه.
***