د قیس شاعري
قیس له ځوانو شاعرانو، څخه هغه شاعر دی،چې: ښایي ماته یې شاعري تر نورو ډېره خوښه وي.
څو کاله وړاندې ما د قیس صېب غزل د بل چا په فېسبوک پاڼه لوستی ؤ؛ نو ما ته یې ډېر خوند راکړ، اتي مې هڅه ؤکړه، چې: په ټولنیزه رسنۍ کې یې پیدا کړم. وخت بعد د فېسبوک له لیارې راسره ملګری شو، هر وخت به یې نوي غزل ته په طمع وم. دی دې هم ښاد وي، خپل لوستونکي یې نه خفه کول، وخت نا وخت به یې غزلې نشرولې.
د قیس صېب شعرونه ډېرې ښې ځانګړتیاوې لري، په څو برخو یې لاندې لنډې شرحې لیکو.
قیس صېب! ډېر وخت غزلونه لیکي، چې: غزل د نورو شعري فورمونو په نسبت خلک ډېر خوښوي او ډېر مینوال لري؛ ځکه، چې: خیالات په کې په آسانه انتقال مومي، آسانه وي؛ نو قیس صېب! هم په خپل غزل کې ډېر ښکلي او ازاد خیالونه راوړي. کږې وږې یې نه دي زده، کټ مټ لکه د پخوانیو پښتنو په څېر دی. څه یې، چې: په زړه دي؛ هغه یې په خوله دي.
حق وایي، پټه نشته پکې او نه د چا په کیسه کې ده.
د یو غزل دا شعر یې را اخلو، چې:
ته لکه زه د راز ساتلو نه یې
چې په ګودر د شپې کیسه ؤ نه کړې
قیس خپلې محبوبې ته وایي، چې: "ته لکه زه غوندې یې"، مانا پټه نشته درکې، هر څه درنه وېل کېږي، خبرې دې سینه کې پړسېږي. خپله محبوبه یې له راز وئیلو منع کړې ده، چې هسې نه چېرته د ګودر ملګرو ته راز ووایي! ساده مانا
په دې شعر کې شاعر هغه عنصر، چې له ده سره یې په خاص وخت کې، مناظره شوې له حال وئیلو منع کړی؛ خو خپله یې په جار نارې کړې دي.
بل ځای خپل راز راته وایي
د هغې زمانې قیس چې ؤ مجنون شو
زه شاعر شومه واده چې مې لیلا شوه
د لیلا او مجنون کلمې د نورو ژبو په ادبیاتو کې هم ډېرې راغلې دي، چې: د ډېرو شاعرانو په ابیاتو کې تر سترګو کېږي او ډېرې کلیشه شوې کلمې دي؛ خو قیس یې بیا په دومره جلا انداز په خپل شعر کې ځایوي، چې کلیشه لفظ پکې خوند کوي.
خیر، راځو دې ته، چې: قیس څخه په دې بیت کې خپل راز وېل شوی، چې هغه د ده، د شاعري راز ده، کله یې چې: محبوبه د بل لپاره لاسونه سره کوي، دی دا حالت شاعري ته اړ باسي او موږ ته دا پیغام راکوي، چې: شاعري یې د محبوبې په بایلاد شروع کړې ده. دا خو یې ساده مانا شوه!
روایت یا نقل:
روایت د یوې ژبې پورې هغه تړلی عنصر دی، چې بدون له ژبې بې مانا توکی دی. مثلاً: چې کله د تور بلال نوم یاد شي، مونږ ته د هغه مینه، درد، تکلیف، ښکلې حنجره او نور روایتونه، د راویانو سره سم د هغو روایتونو په اساس، چې مونږ په خپله ژبه کې اورېدلي سترګو ته درېږي او پوهېږو، چې: بلال څوک ؤ؟ څه ډول حنجره یې وه؟ څه رقم څېهره یې درلوده او له چا سره یې مینه وه؟ نو بنأً جوتېږي، چې روایت له ژبې سره سم اړیکه لري.
د اثبات لپاره د قیس په دې بیت بسنه کوو
که یاران ؤ د نبي ص یاران یاران ؤ
قیسه ستا څه دلګان انډیوالان دي
د هغه پورته اولني شعر شرحې ته راځو. "زمانه، قیس، مجنون، شاعر، واده او لیلا" ددې شعر اساسي کلمې دي. لکه څنګه، چې پورته ولوستل شول، همداسې ددې شعر مانا د روایتونو له مخې کولای شو.
لکه: قیس څوک ؤ؟ په چا مئین ؤ؟ د کومې زمانې ؤ؟
دې رقم ټولو پوښتنو ته هغه روایتونه، چې زمونږ په ژبه کې بیان شوي دي، د کلمو په اساس یژ تفکیک کوو؛ ولې، چې روایتونه فقرو او لفظونو ته مانا ورکوي او وروسته بیا د شعر شرحه راته آسانه کوي او بشپړه مانا ترې په آسانه اخېستل کېږي.
مرګ خو د خدای په واک دی حق ووایه وه ډارنه
مخالفین به دې کنځل ؤکړي نو څه به ؤکړي
او
چاپلوسي اسانه کار دی بې زحمته
خو یو نر باید د بل نر شي عورته
ژوندی ګرځي د یو چا له برکته
قیس دې ځکه داسې وایي حقیقته
قیس نه تنها، چې: خپل رازونه سر عام راته وایي؛ بلکې د خپلې ټولنې، ولس او کلي رازونه هم ښه په زغرده راته وایي.
دی، چې څه وایي، اندېښمن نده، چې: دده په اړه خلک څه وایي، ځکه چې: دی څه وایي، دا هر څه په دې ولس او ټولنه کې شته دي.
د غزل په مقطع کې وایي، چې: "ژوندی ګرځي د یو چا له برکته"!
ددې بیت په دوېمه مسره کې یې "حقیقت" خپل مخاطب ګرځولی او ورته وایي: چې زه څې تا وایم، نو د یو چا د شتون له برکته دې وایم، کنه په دې حقیقت خو مونږ دواړه سره پېږو، چې: څوک دې وایي، د عمر په شنو پاڼو یې د خزان علامې زر راځي.
دا چې قیس د چا له برکته، ښکاره او واضح واضح غږېږي ددې فکر د تحلیل په تعبیر کې ډېر څه ذهن ته درېږي، لکه: د مور دعاوې، د وروڼو شتون یا هم د ملګرو نږدې والی.
خو بلاخره، هغه تعبیر چې د انسان زړه اوبه پې څښي، هغه د خدای ج شتون دی. ځکه د خدای ج نوم حق دی او حق چې د چا په ژبه جاري وي، خدای تعالی یې مل دی.
دلته په لیارې بنیادم روان ؤ
هلته په سوړې حیوان ننوتی
نه د غریب عقل و سر ته راغی
او نه هم سر ته د خان ننوتی
او
اوبه اوبه دي د انګور غوندې
ښکلي خواږه دي د انګور غوندې
د ورځې یو ځلې د خولې اخیستل
صحت ته ښه دي د انګور غوندې
د قیس شاعري له رومانیت نه ده بې، برخې. لکه څنګه چې: د ادب له زاویې رومانیت د فکر، خیال او فن آزادۍ ته وایي؛ همدارنګه یې، ده هم قدر ور په ځای کړی دی او په پوره مانې سره یې خیال ساتلی.
شعر یې له عمره پوخ دی، تخیل یې عمیق دی د ځانګړي سبک څښتن دی، شعر یې کلیوالي رنګ لري. ډېرې ښکلې او پخوانۍ کلمې او کلیوالي انځورونه په کې شته دي.
چې د هرې ادعا د اثبات لپاره یې ما هم وار په وار بیتونه راوړي دي.
دی په مینه څه پوهېږي
خر ته ګل مه نیسه ګل خوري
یا
سم ورته ووایه چې خوښه مې یې
قیسه! له شف شف شفتالو ښه دی
یا
پرې سپرېږه مه په شا یې تېروه لاس
قیسه! خیر که د خره مینه ده لغته
د پښتو ژبې په جرګو او معرکو کې، ډېر وخت متلونه استعمالېږي، چې: متلونه هغه پخوانی پخې ویناوې دي، چې زمونږ د نیکونو له نیکونو څخه د تجربو په اساس راپاتې شوي دي او د خپلو تجربو په بنیاد یې، وئیلي او لیکلي دي، چې زمونږ د ژوند احتیاج دی.
دا متلونه په شفاهي ډول یا سینه په سینه، په تدریجي بڼې تر موږ رارسېدلي دي.
په غرونو، رغونو، هوارو کې تل د متلونو په اساس فیصلې کېږي. مرکچیان راټولېږي او د دوه مخالفو ډلو تر منځ روغه کوي. یو او بل ته یې غاړه په غاړه ور ولي او د تل لپاره یې د ګوندي خړ ګرد له اوږو ټک وهي.
موږ د متلونو بې شمېره بېلګې لرو، چې هر یو یې په ځانګړي او خپل ټاکلي وخت کې د ژوند د ضرورت لپاره کارول کېږي.
خبره دا ده، چې: قیس په خپلو شعرونو کې متلونه ډېر ښه په آسانه بڼې او په ښه مانې سره ځای پر ځای کړي دي. ممکن داسې ډېرې نمونې یې په شعر کې موجودې وي، دا چې: ما سره د قیس د شعري ټولګو( خوب، قیسه! په دې عمر کې داسې غزل؟، د بیا لیدو په هیله او ...!) نورو ټولګو کمی دی؛ نو په دې پاس درې بیتونو یې بسنه کوو چې: د ارسال المثل صنعت پکې کارول شوی دی.
ارسال المثل:
ارسال المثل هغه ادبي صنعت دی، چې شاعر په شعر کې مشهور مشهور متلونه راوړي، تر څو د شعر خوند او هنري ښکلا زیاته شي.
هوا سړه ده ښه په شړک باران دې باندې اوري
خونه توده ده د کړکۍ ښيښې خوله نیولې
کومې جرګې ته ځي هندارې ته لږ چوغ ولاړ دی
نیکه لونګۍ تړي په خوله کې یې شمله نیولې
لاره شوه بنده موټران څنګ په څنګ ؤدرېدل
په بس کې ناستې پېغلې مخ ته کتابچه نیولې
قیس په عامه ؤلسي ژبه شاعري کوي. کلمې یې نوې دي، د تقلید نمونې نه پکې لیدل کېږي. د شعر د رغښت محرکه قوه یې، ژوند، طبیعت، مینه او ښکلا ده.
که چېرې غواړو ښه شعر ولیکو او شعر مو د تقلید له رنځه پاک او سوتره وي؛ نو په کار ده، چې له ادبي صنعتونو سره، لکه: مدعا المثل، ارسال المثل، المربع، عکس تبدیل، تمثیل او نورو ګڼو شعري نزاکتونو سره اشنایي ؤلرو.
په پای کې قیس احمد ورور ته د لا ډېرو پنځونو دعا کوو، تل دې بریمن وي.