کله چې دښمن حمله وکړي، شپېته، اتیا، سل چنار چنار ځوانۍ چپه کړي. بیا پر فیسبوکونو شور جوړ شي، وکیلان نارې سورې ګډې کړي، بیا د سرتېرو اوازونه رسنیو ته راووځي چې مرسته غواړي. بیا خبره په پنځمه، شپږمه ورځ تر امنیت شورا او اونۍ وروسته تر باباګي ورسېږي، بیا باباګی هدایت ورکړي. بیا په یوه ورځ دوه دری سوه پنجاسپي مردار او همدومره تر کویټې او کراچۍ د مردارۍ ا و وینو نجسې کرښندې جوړې کړي. ما ته ووایاست، د لومړیو پنځوسو، شپېتو، او سلو سرتېرو قاتلان څوک دي؟ کله چې حکومت دومره قوه او ځواک لري، دومره امکانات لري، دومره دښمن ځغلولای شي نو بیا هغه اتیا او سل تنه څوک مرګ ته ورکوي؟
ټمبل، عیاش، د پروژو پر پیسو او لوټ روي چارواکي چې نه خدای پېژني، نه وطن او نه دنده.
یوه لمن ټامیان تر هر چارواکي را تاو دي، د یو لک ډالرو، دوولکو ډالرو پروژې په دریو ورقو طرحو ترلاسه کوي. بي بي ګله ناسته ده، شاوخوا یې لمسیان را تاو دي، چا ته د یو لکو، چا ته د دریو لکو، چا ته د نیم ملیون پروژې ور وېشي. د سرتېرو میندې او مېرمنې سرتورې شوې، د هیڅ یتیم پر سر چا لاس را کش نه کړ. تاسې په خدای باور وکړئ د هر ټامي په یوه پروژه د سلو کوڼډو سر پټېږي. د یوه مهم دولتي تبلیغاتي اورګان مشر راته وویل چې ټول کال یې ایله دری لکه افغانۍ بودیجه ترلاسه کړې، ما وېل مسلمانه، زه خبر یم چې د همدې بابا له لنګره فقط یوه سورخولي ټامي د. عامه پوهاوي په نامه تر یو ملیون ډالره زیاتې شوکولي دي. داسې ټامي پېژنم چې خبرې یې نزده، تر بابا ګرد غومبر را وهي، په اکاونټ کې یې د بابا له برکته پنځه ویشت ملیونه ډالره را ټول کړي دي.
دا جګړه چې نه درېږي خو پنجاب او ټالب وحشت کوي، مګر دا جګړه چې نه ګټل کېږي د خدای په ذات قسم که د بابا او بې بې له غدر او خیانت پرته بل هیڅ دلیل لري.