ولاد يمیرپوتین او بارک حسن اوباما په دایکندي ولایت کې خپلې برېښنایي تذکرې واخېستې.
پوتین او اوباما په دایکندي ولایت کې هغه غبرګلوني ماشومان دي ، چې پلار یې ورباندې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د روسیې د اوسني ولسمشر ولاديمیرپوتین نومونه د دې لپاره اېښي،چې ګوندې زامن یې یو وخت د هغوی په څیر نړۍ رهبري کړي.
د پوتین او او باما پلار وایي، که څه هم پر خپلو زامنو د دې نومونو په اېښودلو سره له مخالفتونو سره مخ شوی، خو وایي اوس ورسره خلک بلد دي او ده ته د پوتین د پلار نوم اخلي.
خو غلام علي پیمان د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د روسیې داوسني ولسمشر ولاديمیرپوتین پلار نه ، بلکې په دایکندي ولایت کې د هغو غبرګونو ماشومانو پلار دی چې تازه یې ورته برېښنایي تذکرې واخېستې.
وایي کله چې یې غبرګ زامن پیدا شول، نو فکر ور پیدا شو چې راځه د ټولنې د ناسمو او پخوانیو دودونو د ماتولو لپاره پرخپلو زامنو د اوباما او پوتین نومونه کېږده.