کرېس ګېل يې نن شپه په ٩٩ منډو رخصت کړ.

کرېس ګېل يې نن شپه په ٩٩ منډو رخصت کړ.


  • 1 مياشت دمخه (30/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 170

مشهور چپ لاسى چټک توپ وهونکى ګرېس ګېل، چې په اى پي اېل کرکټ ليګ کې له کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي نن شپه په ٩٩ منډو اوټ شو.

ګېل د لومړۍ پاڼۍ له پيل څخه تر وروستي اور پورې په لوبغالي کې ولاړ ٶ او په ٦٣ توپونو يې د ٨ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ يو کم ١٠٠ منډې جوړې کړې، خو د وروستي اور په څلورم توپ ترې جوفرا ارچر وېکټ وويشته.

کېنګز اېلېون پنجاب لوبډله، چې د هندي سينما مشهوره اداکاره پرېټي زېنټا يې مالکه ده نن شپه له راجستان رويالز لوبډلې سره لوبه کوي، دوى خپلې سيالې لوبډلې ته په ټاکلو ٢٠ اورونو  کې د ١٨٥ منډو هدف ورکړ، او راجستان لوبډلې ياد هدف د درې وېکټو په زيان ترلاسه کړ.