په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاس کړ چې دمونشن په ښار کې زموږ ډېر مهربان مشر ورور عبدالواحد فراهي دورپېښې ناروغي له وجې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې انا لله و انا اليه راجعون
لکه څومره چې خدای بښـلی فراهي صاحب د دنګ قامت څښتن و همدومره دلوړ پښتني، غرور، احساس او زغم لرونکی، په کشرانومهربان او خورامېلمه پال افغـــان وموږ مونشن مېشتي افغانان یې ډېرنازولي یو زموږ مجلسونه به تل په فراهي صاحب ښکلي ښکارېدل خودرېغه چې اوس یې موږ په دې پردېسه نړۍ کې یوازي پرېښودو، له همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي په دې ویر کې ځانونه شریک ګڼو، دخـدای بښلي فراهي صاحب کورنۍ ، خپل اوخپلوانوته له الله (ج) څخه جمیل صبر اوزموږ ګران فراهي صاحب ته فردوس جنت غواړو.