سږکال په لغمان کې شاوخوا ۱۱ زره هکتاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې

سږکال په لغمان کې شاوخوا ۱۱ زره هکتاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې


  • 4 کاله دمخه (31/10/2020)
  • ګلاب ابراهيمي
  • 1307

سږکال په لغمان کې شاوخوا ۱۱ زره هکتاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې چې تقریبآ ۴۵ زره ټنه وریجې حاصلات ترې ترلاسه شوي.

د لغمان د کرهنې او مالدارۍ رئیس جمیل خوشحال وایي د لغمان په مرکز، قرغیه، الینګار او الیشنګ کې شولې کرل کیږي چې د تیر کال په پرتله سږکال په حاصلاتو کې ۵ سلنه زیاتوالي راغلی.

نوموړي وویل ددوی ډیر ټینګار په سبزیجاتو دی کنه د وریجو حاصلات لدې لوړ وي.

ښاغلي خوشحال وویل سبزیجات هم بزګرانو ته ډیره ګټه کوي پدې خاطر بزګران لیواله دي چې سبزیجات ډیر کر کړي.

لغمان کې سیله او په عامه اصطلاح غټې وریجې ډېرې کیږي چې بیا پدې کې هم بیلابیل ډولونه شته.

د لغمان وریجې نوم لري همدا لامل دی چې د افغانستان نورو ولایتونو ته هم لیږل کیږي.