د هرات لرغوني اثار د له منځه تلو په حال کې دي

د هرات لرغوني اثار د له منځه تلو په حال کې دي


  • 4 کاله دمخه (31/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1331

 

د هرات ولایت لرغونې منارونه چې زرګونه کلونه مخینه لري د نړېدو په حال کې دي.

د هرات ولایت لرغونې منارونه چې نه یوازې د دې ولایت بلکې د افغانستان د یوه پخواني پیر تاریخ ور پورې تړلی دی.

سره له دې چې دغو پنځه ګونو منارونو هرات ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړې، خو د دې منارونو ترڅنګ پرغځیدلي سړک تېرېدونکي موټر هره ورځ دغه منارونه خوځوي چې ورسره د دې منارونو عمر رالنډیږي او پر ملا کاږه شوي دي.

د هرات ولایت ځایي اوسېدونکی وایي، که دغه منارونه رانسکور شي، نو د دې ولایت د فرهنګ یوه مهمه برخه به هم تر خاورو لاندې شي .

د هرات ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست مسوولان وایي، د دې منارونو د ساتنې لپاره یې ځینې اقدامات کړي، خو کافي نه ده او  لا زیاتو امکاناتو ته اړتیا لري.

د هرات ولایت یو شمېر فرهنګیان وایي، د دې ولایت د لرغونو منارونو تر څنګ د ښار نورې تاریخي سیمې هم د تخریبېدو په حال کې دي، چې پاملرنه نه ورته کیږي.

په ۵۰۰ هجري قمري کال کې د ګوهرشاد بیګم له لوري په هرات ولایت کې ۱۱ څلي ودان شول، خو اوس مهال له دې ډلې یوازې ۵ هغه پاتې دي او اوس دغه منارونه هم د نړېدو په حال کې دي.