ننګرهار کې د فرانسې خلاف لاریون وشو

ننګرهار کې د فرانسې خلاف لاریون وشو


  • 4 کاله دمخه (31/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1473

 

سلګونو تنو په ننګرهار ولایت کې د فرانسې خلاف لاریون وکړ او د فرانسې ولسمشر څخه یې وغوښتل څو د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي له کبله دې له اسلامې نړۍ بخښنه وغواړي.

جلال اباد  کې د ځوانانو ملي یووالي ټولنې د فرانسې د ولسمشر له خوا د اسلام پیغمبر ته له سپکاوي د ډکو الفاظو استعمال وغانده  او په یو لاریون کې یې د فرانسې له ولسمشر وغوښتل چې د نړۍ له مسلمانانو دې بښنه وغواړي.

 دوي د افغان حکومت له چارواکو وغوښتل چې کابل کې دې د فرانسې سفارت وتړې او یاد هېواد سره دې هر ډول اړیکې پرې کړي.

قهرجنو لاریونوالو وویل د غوڅ ملاتړ ماموریت له لیکو دې هم فرانسې سرتيري وویستل شي او که حکومت یې دا غوښتنې ونه منې پر وړاندې به یې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه ترسره کړي.

دوي وایې دا لاریونونه به یې ترهغې دوام وکړې ترڅو چې  د فرانسې ولسمشر د اسلام پیغمبر ته د شوی سپکاوي بخښنه ونه غواړي.

د نړۍ په اسلامې هېوادونو کې دې ته ورته لاریونونه وروسته له هغې پیل شول په فرانسه کې د پوهنتون یو استاد نبي علی اسلام ته منسوب کاریکاتور رسم کړ او یو مسلمان محصل د پوهنتون هغه استاد وواژه خو بیا وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د هغه استاد د دې کار ننګه وکړه.