ښځینه کرکټ ملي لوبډله به د اسلامي او افغاني اصولو رڼا کې مخې ته ځي

ښځینه کرکټ ملي لوبډله به د اسلامي او افغاني اصولو رڼا کې مخې ته ځي


  • 4 کاله دمخه (31/10/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 1302

ښځینه کرکټ ملي لوبډله به د اسلامي او افغاني اصولو رڼا کې مخې ته ځي

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي: '' کابل کې 40 جونو تمرینات پېل کړي چې 25 تنه انجونې به ترې ملي لوبډلې ته انتخاب شي.

هغه وايي: له تېرو لسو کالو راهیسې د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړولو خبرې روانې دي خو ژمن یو چې دا ځل به یې جوړوو''

هوتک وايي '' د ښځو کرکټ ملي لوبډله به د اسلامي اصولو او افغاني فرهنګ په رڼا کې مخې ته ځي او او د ملي لوبغاړو په څېر به د افغانستان بیرغ بېلابېلو هېوادونو کې رپوي''

د کرکټ پخواني لوبغاړي او تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړولو سره مخالفت ښودلی او وايي'' افغانستان یوه اسلامي ټولنه لري، له کرکټ بورډ او نړیوالې شورا غواړم چې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي''

 

څه موده وړاندې کرکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې د کرکټ ښځینه ملي لوبډله جوړوي، ګڼو خلکو یې مخالفت وکړ او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

***