ذبیح الله مجاهد او قاري نعیم خو په نیمګړې فقهه د افغانستان جګړې ته دیني رنګ ورکوي خو دا جګړه ځکه دیني نه ده چې دیني جګړه په ټولو مسلمانانو پورې اړه لري او زموږ جګړه د ټالب له قوله هم یواځې په افغانستان پورې محدوده ده. که د کلمة الله اعلاء مقصد وي نو د ټالبانو مدرسې او تعداد او ښایي حمایت او ملاتړي ټول په پاکستان کې دي. پاکستان هم د اسلام خاوره ده، هلته خو دوی نه یواځې اعلای کلمة الله نه غواړي بلکې ټي ټي پي ته هم اخطارونه ورکوي چې هلته به جهاد نه کوي. که یواځې دوی هلته د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد نه کولای موږ به ویلي و چې ورځه دوی هغه کار د هغه ځای مسلمانانو ته پرېږدي. دوی خو بالعکس، د هغه ځای مسلمانان منع کوي او د پاکستان له غیر اسلامي نظام سره مرسته او معاونت کوي.
دوهمه دا چې دا جګړه که د اسلام وای له همدې کافر سره دوی په قطر، پاکستان، اماراتو، ترکیه او نوره نړۍ کې ولې کار نه لري؟ دغه القاعده خو هر ځای شته، دوی په لیبیا او سوریه کې د امریکا او اسرائیلو په مرسته پایي. همدا ټالب په خپله خوله وایي چې موږ له افغانستانه د باندې له امریکا سره کار نه لرو، ولې د فلسطین د لومړۍ قبلې خبره قومي ده؟ آیا هغه اسلامي نه ده چې ستا د کابل نیولو لپاره له ټولو سره آشتي شوه؟
درېیمه دا چې که دا جګړه شرعي وای، شرعي مرجعیت او شرعي رهبري خو خپل شرایط لري. تاسې ته دا صلاحیت چا درکړی چې شرعي جګړه وکړئ؟ په اسلام کې جهاد لکه لمونځ، روژه، او حج خپل احکام لري. نه خر په طواف حاجي کېږي، نه د پنجاب سپی په جګړه مجاهد کېږي. همداسې لکه لمونځ چې په ډېران نه کېږي، جهاد هم هر ځای نه کېږي. خدای پاک تر ډېره مسلمانانو ته د مشرکینو تر کنټرول لاندې پر مکه د برید اجازه نه ورکوله چې هسې نه هلته ځینې مسلمانان، چې د ایمان اظهار ېې نه دی کړی ووژل شي. چېرته چې د جهاد په نامه هره ورځ سلګونه مومنان وژل کېږي، چېرته چې څلوېښت کاله د یوه غریب ولس وینه تویه شوې وي، چېرته چې په ملیونونو کونډې، رنډې، یتیمان، شل او شوټ، رواني ناروغان، او نالوستي نسلونه وي، هغه ځای ته مو ولې لکه د خرو لغتې تخته کړي دي؟ آیا یو څو کاله دا جهاد چېرته داسې ځاې ته نشئ انتقالولای چې هم کفار ډېره ضربه پرې و ویني، هم اسلام ښه پکې تر او تازه شي؟ داسې ځای چې لکه پاکستان، دوه سوه یوویشت ملیونه نفوس، تر اتیا ملیاره ډالره جي ډي پي، غښتلی پوځ او اټوم ولري. که د اسلام خبره وي د اسلام ګټه خو هلته ده. که د ایمان خبره وي بیا نو هلته څه حکمتونه او معقولیت لټوئ خو هلته هم د الله په نصرت تکیه وکړئ. خدای پاک ته پاکستان څه شی دی؟
څلورمه خبره دا ده چې ته د تاریخ په دوران کې له خره افغان مجاهله پرته یو کس را وښیه چې هغه دې د اسلامي حکومت لپاره جګړه کړې وي. هو، د مسلمانانو د خاورې د ساتلو او پراخولو لپاره جګړې شوي خو له خلفای راشدینو را وروسته آیا اموي حکومت اسلامي وچې یواځې حجاج یې تر یولک ډېر د پیغمبر شاګردان، صحابه ووژل؟
آیا عباسي حکومت اسلامي و چې د وینځو، شرابو، رقص، بچه بازیو، همجنس بازیو او وحشتونو له داستانونو یې کتابونه ډک دي. آیا د غزنویانو حکومت اسلامي و چې بچه بازي ، شراب، او زنکه بازي یې تقریبا د عبادت او ریاضت درجې ته لوړه کړې وه. آیا د مغولو اسلامي و چې د یوې معشوقې د یاد د قصر جوړولو لپاره به پاچا دېرش زره مسلمانان بېګارول او د عیاشۍ او فحاشۍ په هډو یې نن هم لاهور او کراچۍ آباد دي.
دا فقط یو څو نمونې وې. آیا د دې یوه نظام د اسلامي کولو لپاره یوه ورځ جګړه شوې ده؟ د کورنیو او سلالې جګړې، د قدرت او جایدادونو جګړې نه یادوم، هغه هر وخت روانې وې. د حسین او یزید له جګړې را نیولې د نادرافشار او مغول باچا تر جګړو ټولې د لوټ او قدرت جګړې وې.
که د اسلامي حکومت لپاره جګړه کېدای نو ستا استادانو به په پاکستان، خلیج او نورو ځایونو کې هم کړې وه. هلته تر تاسې ښه فقیهان دي. همدا قاري نعیم چې په پاکستان کې په اسلامي پوهنتون کې پي ایچ ډي کوي خو دغه خبره دې هم ورڅخه زده کړي چې دوکتور عسال په مصر کې، دوکتور کاکاخېل په اسلام آباد کې او دکتور شافعي په عربي نړۍ کې د جهاد فتوا ولې نه ورکوي؟ که د هغه علم مني د هغه تقوی بیا ولې نه مني؟
واضحه خبره ده چې دشریعت د نفاذ لپاره جګړه شرعا نشته، ځکه چې په جګړه شریعت نه نافذېږي. په جګړه د یوې ټولنې زېربناء له منځه ځي او د شریعت د نفاذ امکانات نور هم پکې کمزورې کېږي. د نورو ملکونو علماء منافقان نه دي، هوښیار او عقلاني دي. غلامان نه دي. که درباریان دي هم، د خپلو هېوادونو درباریان دي، لکه د متقي، برادر او نورو، د محمود قریشي او باجوه درباریان نه دي.
خبره افغانانو ته متوجه ده. ورځه که ټالب له وحشته لاس نه اخیست. ورځه که قاضي پړ کاوه او دی نه پړکېده، آیا همداسې به تاسې ورته ګورئ او دوی به مو د باجوه په وسله وژني؟
دا سوال هم ځواب غواړي.