کندهار ولايت کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

کندهار ولايت کې ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي


  • 1 کال دمخه (01/11/2020)
  • عمران دانش
  • 695

په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کي ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د کندهار ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کي ۱۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ تنه نور سخت ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغو عملیاتو کي هوايي ځواک د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، کوهک او ناګهان سیمو کي بریدونه کړي دي، چي په نتیجه کي یې ۷۸ وسله وال طالبان وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د دې ترڅنګ د ژړۍ ولسوالۍ په نهرکارېز سیمه کي د هوايي برید په پایله کي ۱۳ ترهګر وژل سوي او درې نور ټپیان دي او همدارنګه په ځمکنیو عملیاتو کي ۲۴ نور وژل سوي دي او ۳ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې د یادو عملیاتو په نتیجه کي امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.