نن ماښام په تخار کې د ۷مې سرحدي لوا قوماندان ودود نجرابي چې له تخاره کندز ته پر لاره و، د کندز خان آباد ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کې یې پر موټر د ماین چاودنه شوې.
سرچينې وايي، په چاودنه کې یاد قوماندان د دوه ساتونکو سره شهيد شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.
د دغې چاودنې مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې نن مازديګر مهال د ماين په يوه چاودنه کې نجيب نجرابي له پنځو ساتونکو سره شهید شوی دی.