د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وايي چې یو شمېر وسلهوال نن له غرمې مخکې کابل پوهنتون ته دننه شوي دي.
دی زیاتوي، چې افغان ځانګړي ځواکونه سیمه ته رسېدلي، ټول محصلين يې له پوهنتون څخه ويستي او پوهنتون يې تخليه کړى دى.
بل پلو د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، چې تر اوسه يو محصل او يو استاد ټپيان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې ددغې پېښې مسٶليت پر غاړه ندى اخيستى.