واشنګټن پوست:
په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو له رارسېدو سره هممهاله، د دغه هېواد چارواکو د احتمالي ناکراریو او کړکېچونو د مهارولو لپاره خپل اقدامات ډېر کړي دي.
د واشنګټن په څېر د امریکا په یو شمېر لویو ښارونو کې مارکېټونو، هټیو، دوکانونو او نورو عامه ځایونو ته خبرداری ورکړل شوی چې له ټاکنو سره په یوه وخت دې د احتمالي ناکراریو لپاره هم خپل چمتووالی ولري.
امنیتي چارواکو دغه راز له خبرداریو سره سره، یوشمېر هټۍ تړلي، د کیمیاوي او نورو تحریک کوونکو توکو پر خرڅلاو یې هم بندیزونه لګولي دي. چارواکي وايي، دا کار یې ځکه کړی چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې په امریکا کې سختې ناکرارۍ رامنځته شي.
د واشنګټن په ګډون د امریکا په ګڼو نورو لویو ښارونو کې خلک او چارواکي اندېښمن دي چې ښايي روانې ټاکنې به په کړکېچ واړوي او په دغه هېواد کې به پراخې ګډوډۍ رامنځته شي او ان ښايي کورنۍ جګړې ته پکې لار هواره شي.
په ورته وخت کې د واشنګټن د پولیسو مشر پيټر نیوشام تېره اونۍ کانګرېس ته هم وویل چې خلک او دوی پر دې باور دي چې د روان کال ټاکنې به سخت کړکېچونه رامنځته کړي او په دې سره به کورنۍ جګړې ته لاره هواره شي.