د ښاغلي کرزي لومړی دور و. پلچرخي زندان ته تللی وم. البته؛ جرم مې نه و کړی. د خبریال په توګه د یوې مرکې لپاره تللی وم. مرکه هم له یوې خطرناکې مجرمې سره وه. شیرین ګل نومیده. دا د یوې جرمي شبکې مهمه غړې وه. کابل او جلال اباد ښار کې یې له کورونو په لسګونو جسدونه ترلاسه شوي وو.
شیرین ګل؛ چاغ، غوړ او پوخ غنمرنګی مخ درلود. د پنجرې شاته ولاړه وه. سګرټ یې کش کړ او داسې لوګی یې را وشړه، لکه پاکستانۍ رکشا ته چې ځای په ځای ښه پریمانه ریز ورکړې.
رښتیا،
خبره رانه بله خوا لاړه. اصلي موضوع ته به راشم:
د زندان عمومي دروازه کې یې داسې تالاشي کړم، لکه له چاڼیزو عملیاتو وروسته چې یې نیولی یم. موبایل یې واخیست، د جیب ټول شیان یې واخیستل. په ښي لاس یې راته درې څلور لاسلیکونه وکړل. څه ګرمي وه او څه وهم پسې اخیستی وم. وارخطا وم. همداسې خولې رانه بهیدې. ما ویل هسې نه لاسلیکونه پاک شي او خدای مکړه شیرین ګل سره مې یوه خونه کې بندي کړي!
په هرصورت، څه موده وروسته خبر شوم چې د همدې زندان بندیانو جنګ کړی او په چړو یې سره وهلي!
بیا خبر شوم چې بندیان نشیي مواد بې غمه څکوي او....
ماته خپله تالاشي رایاده شوه!
***
شاوخوا دوه میاشتې مخکې کابل پوهنتون ته تللی وم. عمومي دروازه کې یې ښه سم تالاشي کړم. آن زما د لاس کتاب یې هم ښه وکوت او څو ځلې یې وڅنډه. تذکره یې راځنې قید کړه او د بیرته راتګ وخت کې یې راکړه.
نن همدې پوهنتون ته څو تنه وسلوال له دومره مهماتو سره ننوتلي وو چې ساعتونه ساعتونه یې وژلو او ټپي کولو ته ادامه ورکړه او د محصلینو په وینو یې پوهنتون رنګ کړ.