د کرکټ بورډ نوي‌ اجرايي مشر ته څو سپارښتنې:

د کرکټ بورډ نوي‌ اجرايي مشر ته څو سپارښتنې:


  • 4 کاله دمخه (02/11/2020)
  • جعفر هاند
  • 1362

افغانستان کرکټ بورډ نوی اجرايي رئیس وټاکه. دا څوکۍ له عمومي مشر وروسته د کرکټ بورډ تر ټولو مهمه څوکۍ بلل کیږي او د افغانستان د کرکټ په اړه مهمې دندې او مسولیتونه لري. زما تجربه دا ښيي چې د کرکټ بورډ دغو مهمو څوکیو ته د نورو مسلکي او اداري برخو تر څنګ چې څومره په اقتصادي برخه کې په ځان بسیا او په کاري برخه کې «زاهد/مصلح» خلک راځي، هماغومره ورسره په بورډ کې د فساد کچه، چانس او زمینې کمېږي، ورک کیږي او کرکټ او اداره لا مسلکي کیږي او غوړیږي. په دغو برخو کې د کرکټ تر تخنیکي اړخ ډېر، مدیریت، تصمیم نیونه، پلان جوړونه، د کرکټ د پرمختګ تګلارې برابرونه او بزنسن کمېیونېکشن ډېر مهم دي. د افغان کرکټ د یو مینه وال په توګه نوي اجرايي مشر ته دا ځینې سپارښتنې او وړاندیزونه مې ذهن ته راغلل:

۱-د افغانستان ډومسټیک (داخلي) کرکټ لا پرمختګ او غوړېدو ته ضرورت لري. باید دغې برخې ته ډېر پام وشي. د شل اوریز لوبو ترڅنګ فرسټ کلاس لوبې، په تاکید یې وایم فرسټ کلاس لوبې ډېرې مهمې دي. باید دا ډول لوبې تر شل اوریزو لوبو ډېرې وشې. د افغانستان کرکټ په ټسټ اویوې ورځنیو لوبو کې ډېر مشکل لري او د دغه مشکل د حل یوه ښه او غوره لار د فرسټ کلاس معیاري لوبو ډېرول او ثابت ساتل دي. باید د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کې ولوبیږي

۲-زموږ اکثریت لوبغاړي لا هم د فټنس او تر یوې اندازې د ډسپلین ستونزې لري، دا بنیادي‌ او اساسي‌ ستونزې دي او باید یوه دایمي حل لاره ورته لټول شي، یو اصول وټاکل شي او هر څه اصول محوره شي. که څوک په اصولو برابر و، خدای دې راولي، که نه و، په مخه دې ښه

۳-د افغانستان کرکټ باید باونسي، ګراسي او ډید پیچونه ولري او دا ډېر ضرور دي. اماراتو، هند او نورو هېوادونو ته د تمرین لپاره د ورتګ او د میلیونونو ډالرو د لګښت پر ځای، باید کور دننه اساسي کار وشي او دایمي‌حل ورته پیدا شي. دا اوس په کندهار کې د لست-ای لوبې وې، یوه ورځ به یوه لوبډله په ۷۰ منډو اوټ وه او بله ورځ به یو لوبغاړي سلیزه وکړه. یوه ورځ به فسټ بالر په کې چلېده او بله ورځ به سپن بالر. یو لوبغاړی مې د دغه پچ په اړه وپوښتل، راته یې په خندا وویل: دا د هر بالر او هر بیتسمین ته جوړ پچ دی. باید داسې نه وي، پوهیږم چې هغه میدان او پچ نوي‌ دي، خو دغو ټکو ته ډېر پام نه و شوی

۴- افغانستان د فسټ باولینګ له پلوه له ستونزو سره مخامخ دی. باید د دې کار لپاره اساسي حل ولټول شي. دا مهال موږ ځینې فسټ بالران لرو چې که کار پرې وشی شاید لا ښه شي. د دې کار لپاره داسې بالران راټولول، موندل او په کور دننه او یا د باندې – آسترالیا انګلنډ- ته د لنډ مهالو روزنو لپاره استول چې هلته په باونسي او ګراسي پچونو کې ښه ډېر تمرین وکړي او لا ښه شي. البته دا هم موقتي‌ حل دی او دایمي‌ حل یې باید افغانستان کې دننه وي. کېدای شي کرکټ بورډ د افغانستان د ځینو ولایتونو تر څنګ په خیبرپښتونخوا او کوټه کې په افغان کډوالو کې د تیزو بالرانو د پیدا کولو لړۍ پیل کړي، مطمین یم چې ښه ښه ځوانان به په لاس ورشي. ضرور نه ده چې تیز بالران دې خامخا ډېر مسلکي‌کرکټیان وي، موږ داسې مثالونه لرو چې د نړۍ ځينې مشهور او تیز بالران د کرکټ کم تاریخ درلوده،‌ خو د مټو زور او د بال د وارولو قوت یې ډېر و او ښه بالران شول. د پاکستان محمد عرفان او د آسترالیا میچل جانسن یې ښه مثالونه دي. خو د تیزو بالرانو د موندلو کار هم باید مخلص، صادقه او مدبر خلک وکړي. دا مهال په تجارتي لیګونو کې اکثریت افغان لوبغاړي سپینران دي، دا ښه زیری نه دی

 ۵- په کابل کې د کرکټ بورډ دا اوسنی میدان ډېر کوچنی او په نړیوالو معیارونو ډېر برابر نه دی؛ ولسمشر اعلان کړی چې د کرکت بورډ لپاره ځمکه ورکوي، نوی اجرايي رئیس دې په افغان کرکټ دا احسان وکړي چې دا اوسنی میدان دې ملي اکاډمي کړي، بېلا بېل پچونه دې په کې جوړ کړي، د ملي لوبډلو مشخص لوبغاړي دې راټول او همدلته دیره کړي، کار او زیار دې پرې وکړي، مسافري دې پرې وکړي او دا دې د لوبغاړو ملي روزنتون کړي. او، په کابل کې دې د کرکټ ‌لپاره دې بل ځای ښه میعاري او سټنډر میدان جوړ کړي

۶-الف ټیم او ایمرجېنګ ټیم جوړول همدومره ضرور او حیاتي‌ دي‌ لکه د ملي‌ ټیم لرل. په اصل کې همدا ټیمونه زموږ ملي ټیم جوړوي. دا ټیمونه دې ژر تر ژره جوړ شي، لوبغاړو ته دې قرارداد ورکړل شي، ملي‌ اکاډمۍ ته دې راوستل شي، ښه دې وپالل شي او له نورو هېوادونو سره دې ورته سیریزونه برابر کړي. که څوک وايي چې نور هېوادونه له افغانستان سره سیریزونه نکوي،‌ درواغ وايي. فقط مسلکي کسان غواړي چې له اړوندو هېوادونو سره وغږیږي. څوک پوهیږي چې د افغانستان د الف ټیم وروستی میچ کله او چا سره و؟ سړی خپه شي،‌ په دومره ډېرو ماهرو خلکو کې زموږ کرکټ په داسې حال دی! د ایمرجنګ او ۱۹ کلنو او نورو ټيمونو لپاره له نورو هېوادونو سره لوبې برابرې  او دا سلسله دې روانه وساتل شي

۷- د افغانستان کرکټ بورډ باید له نورو هېوادونو سره دوامدار سیریزونه ولري. دا نه منو چې نور هېوادونه مصروف دي‌ او افغانستان ته وخت نلري. درواغ دي. دا اوس آسترالیا له افغانستان سره د ټست لوبه لغوه کړه خو له هند سره په همدغه وخت کې اعلان کړه. بګ بش هم کوي او یو شمېر افغان لوبغاړي به هم په کې لوبیږي. څوک شته چې د بورډ له مشرتابه څخه وپوښتي چې دا ولې؟ موږ باید د ټست لوبې هم ډېرې کړو او یوه ورځنۍ لوبې هم ډېرې کړو، افغانستان په همدغو لوبو کې مشکل لري او د مشکل یوازینی حل یې له نورو هېوادونو سره د ډېرو لوبو او سیریزونه کول دي. دا کار یوازې مسلکي او ښه مشرتابه کولی شي. له نورو سره په سیالیو کې لوبغاړي میچور کیږي، په سخت حالت کې له لوبو سره اشنا کیږي، خپل قوت او ضعف ورته لا ښه څرګندیږي او دا فکر ورته پیداکیږي چې باید لا ډېر کار وکړي‌ چې د سیالانو سره سیال شي. افغانستان په ۲۰ اوریزو لوبو کې ښه دی، باید ډېر پام دې دوو نورو فارمټونو ته وشي. زه په دې هم خبر یم چې د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي نغواړي چې د ټسټ لوبې وشي، دوی شل اوریزو او تجارت ته خوښ دي، ظلم کوي! نوی اجرايي رئیس باید دا مسئله جدي وګڼي او تر ټولو مهمه یې دا چې دریو فارمټونو لپاره ته دې جلا کپتانان وټاکل شي

۸-د لوبغاړو د غوراوي کمېټه او د ډسپلین کمېټه همدومره مهمې او ضروري دي لکه د کرکټ بورډ او لوبډلې لرل. دا کمېټې دې لا مسلکي او تخنیکي شي، شفافیت او حسابدهي‌دې یې اصل وګرځول شي او مشران او غړي یې باید دا جرات پیدا کړي‌ چې هم له نورو سره حساب او کتاب وکړي‌ او هم په خپله حساب او کتاب او شفافیت ته ژمن وي، باید پوره واک او صلاحیت ورکړل شي. زموږ ډېرې ستونزې په همدغو کمېټو کې حل کیږي او ډېرې ستونزې له همدغو کمېټو پیدا کیږي. تاسو یو سرغړونکي ته سزا ورکړئ، بیا دې څوک د سرغړونې جرات وکړي، دا کار جرات غواړي او جرات یوازې مصلح، مسلکي‌ او کرکټ او وطن ته ژمن خلک لري 

۹- زه خبر یم چې بورډ کې ځینې داسې ماموران او چارواکي‌ هم شته چې د کرکټ بورډ له اکاونټ څخه یې د پور په نامه پېسې اخیستې او نور په خپل کار پسې تللي. سړی خپه شي. داسې کسان هم شته چې د غم او ښادۍ پروګرام ته تللي او بېرته راغلي، د ماليې څانګې ته یې ویلي دي چې دا یې رسمي‌ سفر و او باید سفریه یې ورکړل شي. سړی ډېر خپه شي! دا موږ ولې داسې یو؟ دا او نورو اداري بي بندو باریو ته هم د اجرايي‌ رئیس پام غواړو

۱۰-پوهېږو چې په افغانستان کې شخصي لیګونه ډېر دي‌ او کرکټ اوس هلته په یو تجارت بدل شوی دی، خو باید دا هر څه د یو نظم،‌ قانون او چوکاټ په اساس وشي. باید د شخصي لیګونو لپاره یوه مشخصه تګلاره، معیار، شرایط، قانون او چوکاټ جوړ شي. دا اوس چې د میلیون لیګ سره کومه «ستونزه» پیدا شوې ده، دا هم په اصل کې د همدغو معیارونو، قانون او تګلارې د نشتوالي له کبله ده 

پوهېږم چې دا کارونه په یوه ورځ نه کیږي، خو هیله لرو چې د کرکټ بورډ مشرتابه او په خاص ډول نوی اجرايي رئیس یې یو په بل پسې عملي کړي.  په هرې ادارې کې دنده دایمي‌ نه وي خو په هرې ادارې کې د هر مشر ښه کار، ښه صفت او بد کار او بد صفت د هغه سره دایمي‌ تړل کیږي.