په کابل پوهنتون تر بريد يوه ورځ وروسته، لسګونه محصلينو د پوهنتون مخې ته لاريون کړی.
پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې له خونړي برید وروسته نن ددغه پوهنتون مخې ته سلګونه کسان راټول شوي او پر دې پېښه یې غبرګون ښودلی دی.
دوی دغه ترهګریز برید غندي، د ترهګرو ضد شعارونه ورکوي او حکومت هم د خلکو د امنیت په تامین کې پړ بولي.
دکابل په پوهنتون د تېرې ورځې وسله وال بريد کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي
د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه بريد پنځه ساعته دوام وکړ او د درې بريدګرو په وژلو پای ته ورسېد.
که څه هم د دغه بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخيست؛ خو حکومتي مسوولين يې عاملين وسله وال طالبان بولي.