د پکتيا پوهنتون سلګونو محصلينو پر کابل پوهنتون بريد غندلی دی

د پکتيا پوهنتون سلګونو محصلينو پر کابل پوهنتون بريد غندلی دی


  • 4 کاله دمخه (03/11/2020)
  • عمران دانش
  • 1399

په پکتیا کې سلګونو محصلینو پر کابل پوهنتون برید غندلی او د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله غمرازي ښودلې ده.

محصلینو چې په لاسونو کې د سولې او جنګ په اړه بیلابیل شعارونه لېږدول، د دولت په وسله والو مخالفو ډلو غږ وکړ، چې داسې بزدلانه بریدونه به هیڅ وخت د دوی د علم او پوهې مخه ونه نیسي او له وسله والو مخالفینو څخه یې وغوښتل، چې پر علمي او اکاډمیکو مرکزونو او روزنیزو بنسټونو له خپلو شومو بریدونو لاس واخلي، د زده کړیالان او د هیواد راتلونکی نسل پرېږدي، چې په هیواد کې د جهالت تور تمونه د قلم او علم په وسیله ختم کړي او هیواد له روانو بدبختیو څخه وژغوري.

دوی ویلي چې پر پوهنتونونو، ښوونځیو او عامه تاسیساتو بریدونه پر علم او پوهنه برید دی او د محصلینو په نښه کول د هېواد د بربادۍ مانا لري.

تر لاريون او غونډې وروسته دغو کسانو د قران عظیم الشانن ختم تر سره کړی او د جګړې ټپيانو ته يې وينه ډالۍ کړې ده.