طالبان چې اوس په قطر کې خبرو ته ناست دي او له امریکا سره یې هوکړه وکړه، لا هم پرې نړۍ باور نه کوي چې ګنې دا ډله دې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ لاس واخلي.
تاسو وګورئ، له پاکستان پرته هیڅ هېواد دا ډله په رسمیت نه پيژني، یواځې د ترهګرې ډلې په حیث یې پيژني او بس.
برعکس افغان حکومت بیا د نړۍ اکثریت هېوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکې، دوه اړخیزه اړیکې، سوداګري او راکړه ورکړه لري او نړيوال باور او اړیکې یې رامنځ ته کړي دي.
دا هر څه ښکاره دي، خو طالبان بیا هم په سپین سترګۍ سره نړۍ ته وایي چې دوی دې واک ته ورسوي او اوسنی نظام او حکومت دې ړنګ شي.
طالب نه د دې وطن د ودانۍ لپاره طرحه لري او نه د دې هېوادوالو د ترقۍ لپاره، چې ټول طالبان راټول کړې سل کسان به پيدا نه کړې چې په لوړو بستونو کې د کار کولو وړتیا ولري، خو بیا هم شله دی چې موږ ته حکومت راکړئ.
طالب له تاوتریخوالي او ترهګرۍ پرته بل هیڅ نه لري، دا ترهګري او تاوتریخوالی له بده مرغه د اسلام په نوم کوي او د اسلام ناسم تصویر یې نړۍ ته وړاندې کړی دی.
یواځې پاکستان هېواد دی چې طالبان په رسمیت پيژني، هغه له دې کبله چې طالبانو ته د خپلو ملیشو په سترګه ګوري او په تمه دی چې یو ځل بیا به کابل کې د اسلام اباد فرمانونه چلیږي.
تاسو به لیدلي او یا اوریدلي وي چې ارګ کې پنجابیان ناست و او مهمې پرېکړې به یې کولې، دا خلک پټ نه بلکې ښکاره ګرځیدل.
پاکستان د خپلو ګټو لپاره طالبان په رسمیت پيژني او لامل دا دی چې د طالبانو کورنۍ له پاکستان سره یرغمل دي او هیڅ ډول باندې ترې ځان نه شي خلاصولی.
طالب نه پخوا د حکومت و، نه اوس د حکومت دی او نه به راتلونکي کې د حکومت وړتیا ولري.
افغانانو اوس جمهوریت تجربه کړ او هيڅکله حاضر نه دي چې طالبانیزم کې ژوند وکړي چې هر ساعت یې په سر کوتک او ملا ته کیبل نیول شوی وي.
طالبان کې سم خلک وی، نو خپله واکمنۍ کې به د نړۍ هېوادونو په رسمیت پيژندلی وی، اوس چې افغانستان په نړۍ کې یادیږي، همدا د جمهوریت او ټاکنو برکت دی.
د طالبانو په واکمنۍ کې حتا خلک څو کاله حج ته نه شول تللی، نورو هېوادونو ته په تګ خو هسې هم بندیز و او یا به خلک د اسلام اباد له لارې نورې نړۍ سره وصل و.
طالب د دې ټولنې لپاره د سرطان په دانې بدل شوی او باید یا یې اساسي درملنه وشي او یا له منځه لاړه شي.