افغان ځواکونه د خلکو په زړونو کې دي

افغان ځواکونه د خلکو په زړونو کې دي


  • 4 کاله دمخه (03/11/2020)
  • نویداحمد څرک
  • 1226

طالبانو کلونه تبلیغات وکړل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو په فکر او نظر کې ناسم معرفي کړي، خو په دې کار و نه توانیدل او اوس تر بل هر وخت د خلکو په زړونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ځای شته.

هو، دا به ومنو چې ځینو سیمو کې خلک د طالبانو له ډاره نه شي کولی چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، خو په زړه کې یې ورته ځای شته او طالبان نه شي کولی چې د خلکو له زړونو دا مینه وباسي.

تاسو به لیدلي وي چې هرکله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو ته د عملیاتو لپاره لاړ شي، خلک یې مخ او لاسونه ښکل کوي، ځکه دا خلک د طالبانو له ظلم سخت په تنګ راغلي دي.

اوس چې بهرني ځواکونه زیات شمېر له افغانستان وتلي او یا یې وروستي هغه هم په وتلو دي، د جګړې رهبري او قومنده د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس ۹۶ سلنه د جګړې رهبري او قومنده پر غاړه لري، ۴ سلنه کې بهرني ځواکونه هوایي برخه کې همکاري کوي او ځمکني عملیات په بشپړ ډول افغان ځواکونه کوي.

دا نن خبره نه ده، بلکې له تیرو څو کلونو راهیسې د دې جګړې رهبري له افغانانو سره ده او دښمن ته یې داسې ماتې ورکړې چې د دوی اولادونه به یې یاد ساتي.

تاسو د طالبانو وروستي بریدونه وګورئ چې کندهار، تخار، بلخ، لویه پکتیا، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې یې کړي دي، څنګه ماتې پکې طالبانو خوړلې، له سختې مرګ ژوبلې سره اړ شوي چې شاتګ وکړي او د خلکو کورونو کې پټ شي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس وړتیا پيدا کړې چې د طالبانو تر څنګ نورې بهرنۍ ترهګرې ډلې هم وځپي او هره سمڅه کې چې ترهګر پټ وي، ځان ورپسې رسوي، مړ یا ژوندی یې لاس ته راوړي.

دا چې اوس افغان ځواکونه ځان بساینې خواته تللي، د خلکو باور هم پر خپلو ځواکونو زیات شوی او همکاري کوي چې د طالبانو له شر خلاص شي.

پخوا خلکو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باور نه درلود، ځکه هر ځای به چې عملیات وشول، طالبانو او طالب پلوو به تبلیغات کول چې دا عملیات بهرنیان کوي، خو اوس چې بهرنیان د جګړې له ډګر ټول شوي دي او طالبانو ورسره تړون کړی دی، اوس هیڅ ډول ناسم تبلیغات طالبان نه شي کولی.

طالبانو چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سقوط او فتحې خوبونه لیدل، دا خوبونه یې سویلي ولایتونو کې رښتیا نه شول او افغان ځواکوو داسې ګوزارونه ورکړل چې په یاد به یې ساتي.