اروپايي ټولنې او پاکستان افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې او پاکستان افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه


  • 4 کاله دمخه (05/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1244

 

اروپايي ټولنې او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د اوربند او مذاکراتو د چټکتیا غوښتنه کړې.

د اروپايي اتحادیې او پاکستان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې جګړې خونړۍ شوې نو دواړو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، د سولې خبرې چټکې کړي او اوربند ته سره ورسېږي.

دواړو لورو ویلي چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او ددې تمه لري چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

اروپايي ټولنې او پاکستان له دواړو لورو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنه هم ومني او سولې ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره دې دواړه لوري په رښتینې توګه تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات دې چټک کړي.