ملک سلمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی

ملک سلمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی


  • 4 کاله دمخه (05/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1192

د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی.

د سعودي عربستان د کابینې غونډه کې چې د ملک سلمان په مشرۍ ترسره شوه پر کابل هنتون وروستی ترهګریز برید غندل شوی.

د سعودي عربستان پادشا وایي په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی چې دوی یې په کلکو ټکو غندي او همدا راز هر هغه برید غندي چې د عامو وګړو د تلفاتو او مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې وسله وال برید د ګڼو هېوادونو غبرګونونه پارولي، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو او هېوادونو دغه برید غندلی او هغه یې له ټولو انساني اصولو او قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی.