زرلښت حفیظ او دهغې شعر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب زاخېلوال
  • 1215

خدای شته هروخت مې ډېرې سکالې ذهن ته لار وکړي٠ اوحير ان شم چې څه وليکم او کومې موضوع ته دلمړیتوب حق ورکړم . خوداځل مې وپتیله چې دزرلښت حفيظ په شعر څه وليکم اودهغې دشعر حق ادا کړم٠
داچې زه نه ليکوال اونه شاعریم٠ خوناسته، پاسته ددغه ظریف صنف خلکوسره ډېره ده، اوناستوپرماهم داغېز کړی چې کله ناکله یوه نیمه ليکنه کوم٠
هاغه درحمان بابا(رح) شعر چې :
هم په هجوه،هم په مدح ښه پوهېږ م
                                                   ولې نه يم په دا کار باندې خرسند
زما پريو چادليکلوڅخه موخه دانه وي، چې زه دې یادچاهجوه وکړم اويا هم ديو چاپه چاپلوسۍلمانځه وکړم چې ګواکې څه به راولوروي؟!
داچې زه له ډېره وخته راهيسې  دزرلښت حفیظ شعرونه دبېلابېلو ويبپاڼوله لارې لولم،اوبياپدې نزدېوکې خبر وشوم چې دزرلښت حفیظ شعري ټولګې بازارته هم راغلي دي،چې دپوره هلوځلووروسته یې راته يوڅه په ګوتوراغلل، ماهم دوخت نه په ګټې اخېستو سره وپتیله چې دزرلښت حفیظ په شعر څه ولیکم اودهغه حق اوپوراداکړم چې مادنوموړې له شعرڅخه اخيستي دي٠
داچې زه زرلښت حفيظ مخامخ نه پېژنم بلکې دنوموړې پېژندنه راته دهغې دشعر له برکته نصيب شوې چې نوموړې دننګرهار همېشه بهارده٠ او دامهال له سمندره پورې درڼاګانو په ښار(کاناډا) کې دپردېسۍ شپې سباکوي٠
مګردخپل وطن خړې کوڅې ترېنه هېرې نه دي، اوپه ياديې داسې نارې وهي٠
ماسرې اوښکې تویولې
ماسلګۍ، سلګۍ وهلې
خپل وطن مې یادولو
له ز ړګې مې وينې تللې
لکه احمدشاه بابا(رح) چې دپښتونخوا دغرو په ياددډهلي تخت هېراوه، همداسې زرلښت حفيظ په راکي  غرونو کې دخپل وطن کشمالي داسې یادوي:
زه چې دراکي غرونه ته لاړه شم
راته ياد شي وطني ګلونه
وطنه کله ته هېرېږې مانه
ډېر مې ياديږي کشمالي ګلونه
زرلښت حفيظ درڼاګانو په ښارکې ځان بندي احساسوي او داوطن ورته پردی ښکاري  :
له هغه وخته چې اوسم رڼاګانو ښار کې
ماته دژوند هره لحظه پيکه، پيکه ښکاري
دننګرهار دګلو باغ هوامې په سرلګي
پردی وطن راته زندان، راته پنجره ښکاري
دامهال دپښتواداب په ميدان کې دښځو ونډه  دپخواپه نسبت یوڅه رڼه ښکاري . خوبيا هم هاغسې نه ده څنګه چې توقع کيږي٠ يانې لاتراوسه هم دغه نيمه برخه په نیم ژواندي حال کې ده،يانې هماغه منفي اغېزې لاتراوسه هم شتون لري٠
چې ددوۍ په ادبي يون لکه دخپسې ناسته ده٠ چې دبېلګې په ډول کلتوري ستونزې، ناوړه دودونه، بې سوادي او ښځو ته هغسې پام نه کول کومسې چې ستر څښتن (ج) راپنځولي دي، اوپه اسلامي عدالت کې ورسره يوشان حق ورکړی دی٠
داچې زرلښت هم ددغه نېمې برخې هاغه څېره ده چې سره له دومره بنديزونواوبندونوخپل اوازپورته کړی، او ددې درپه در ټولنې دکريغواوبدمرغيو ساندې دخپل ځان سره زمزمه کوي٠ پدې فکرچې ګواکې که يو څوک ددغه مظلوم ملت اوازواوري، اوداسې  رنځيږي
دا ویرونه ، ماتمونه دغه تور تور ماښامونه
له ژاړه نه ډکې سترګې او له غمه ډک وختونه
دغه سوي ، سوي زړونه ،دځوانانو دا لوونه
فریادونه د ناویانو ارمانونه د ناویانو
له جنګونو نه په کرکه دا ناره زه په بار بار کړم
ویرځپلیو پښتنو ته زه د سولې انتظار کړم
او د دغه روان بهیر څخه هم ما ڼیجنه ښکاري خو لکه د نورو افغانانو په څېر ئې څه د وسه پوره ندي
  بې خونده زنده ګي ده اخترونه ډک له غمه
دوخت له ناکردو نه خپه زړونه ډک له غمه
د سولې قاصدان مو د لټون په لاره ورک دي
سهارکې هم ویرونه ، ماښامونه ډک له غمه
خو یوازې دالله (ج) په دربار کې د دوعا لاسونه پورته کړي .
او ددحال بدلون غواړي
په سرو سترګو او سلګیو درته ژاړم
په سوالونو کې یو سوال لرم او غواړم

دویرونو او ماتمونو شپې سبا کړه
زه یوه سوالګره یم سوله راکړه
او یا د الله (ج) له دربار څخه د ستړي ژوند مانا داسې غواړي
نور موږ په ژوند کې ساه نیولي یو
له دویرجنو لحظو ستړي یو
موږ ته زموږ د ژوند مانا راکړه
دغه بدرنګیو ته ښکلا راکړه
دا چې افغاني کلتور دا نه اېجابوي چې یوه پېغله دې چا سره دمينې تارونه وتړي او بیا دې دمینې اظهار په زغرده وکړي خو زرلښت حفیظ بیا مینه په دوه لارو سره ویشي هغه مينه چې د یوې کورنۍ لپاره یو تلپاتې داغ او د پلار پګړۍ پکې غورځيږي ، زرلښت حفیظ بیا د دغه مينې انکار کوي او دد یادول د ځان لپاره رسوایي ګڼي
دغه کمزوری ټکی ځان په شان رسوا ته وایه
هغه چې تا په شان رسوا وي هغه چاته وایه
مګر هغه مینه چې خدای (ج) انسان د هغې مینې له نوم څخه را پنځولی اودانړۍ ئې د مینې په نوم هسکه کړي او بیا ئې انسان د مینې یوه بیلګه ګرځولي چې زرلښت هم داغه مینه منې او پر هغې باور لري خو د خپل مینتوب رازونه او ارمان پټ ساتي
ګلابه بیا راوړه دوران د مینې
ته شه یو نښه د جانان د مینې
دهر چا سترګونه دې پټ ګرځوم
راسره اوسه تل ارمان د مینې
او مینه خپل ځان ، ايمان اودجانان ياد بولي او مينه هوس نه بولي بلکې باور پرې لري :
عشق مې زړه دې عشق مې مينه او ايمان دی
عشق ښکلا ده او یادګارمې دجانان دی
عشق هوس نه دی دمينې يو جنون دی
عشق دمينې محبت يو لوی ديوان دی
دزرلښت حفیظ په شعر کې يو ځانګړتيا داده چې دنوموړې په شعر کې کليوال او ښځينه سبک ترسترګو کیږي٠ پدې مانا چې د زریاتونو تودول، نذرمنل ، په زیارتونوکې شمعې بلول، چهارشنبې ٠٠٠٠٠ چې د نوموړې شعر ته يې ښکلا وربخښلې ده٠ دا چې دنوموړې شاعرې په شعر کې ډېره خوږلني لري ، او زړه مې غواړي چې ډېر څه پرې وليکم خو :
ستا دښايست ګلونه ډير دي
جولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په اخر کې بايد يادونه وکړم چې دزرلښت حفیظ یونيم شعر يوڅه خامي هم لري، چې زما په اند لامل يې دکتابونو ژر، ژر چاپول دي٠ خو بيا په راتلونکې کې ترېنه هیله کیدای شي چې دشعر دغه حامي به يې هم اصلاح شي، خو زه به يې يوازې دبېلګې په ډول یو څو نمونې وړاندې کړم:
پښتنه يم که تاجکه خو افغان یم
ویاړم ځکه چې دګران افغانستان یم
دلته په پورته بيت کې تاجکه، او پښتنه مونثې کلمې دي٠ اوافغان بيا مذکرتوری دی٠
کمزوریا ضمیر نه دی  زه خووینه لیدلی نشم
زه شرينه دفرهاد يم څنګه مینه ليدلی نشم
پدې بيتونو کې ددواړو بيتونو ترمينځ هم  په معنوي لحاظ او هم په تخيلي لحاظ زیات تناقض لییدل کېږې، اوسره اړخ نه لګوي.
خدای به توفيق دبري ورکړي ورته
ګلان يې بيا پاس په پګړو تللي دي
دازادۍ دليلا ناوې ګټي
جرګه ماران يې په جرګو تللي دي
پدې دواړو بيتونو کې، دلمړي بيت اخری نیم بيتی لږ څه په مانا کې مشکوک ښکاري،اوپه دریم نیم بيتي کې ازادي خپله يوه ناوې ده، بله ناوی نلري او همدراز دپګړیو جمع پګړۍ دي نه پګړو! چې دا  ستونزو د زرلښت حفیظ په زیاترو شعرونو کې تر سترګو کيږي، او له دې ور اخوا دپښتوګرامري نښې ندي عملي شوي چې په زیاتونو شعرونوکې يې دشعر مانا ګډوډه کړې٠
توبه نه قبليږي ! دعنوان لاندی شعر په لږ په توپير سره دوه ځل چاپ شوی، چې دا په شعري صنعت کې دیو شاعر خامي بلل کيږي، که داسې وي نو بيا به يو شاعر خپل يو شعر په لږ توپير سره څو ځل تکراروي، نو دشعر صنعت به پېکه او خام شې.
زر څه شوي ! تر عنوان لاندې مخاطب ضمیرکله مونث کله مذکرشوی چې د شعر ښکلا او معنویت پکې ورک دی.
او همداراز یتیم ته ! تر عنوان لاندې شعر کې قافیوال توري او ردیف یو د بل سره اړخ نه لګوي او توپير لري چې د شعر شعریت پکې نه څرګندیږی په د مانا چې نوموړی شعر نه ازاد او نه قافیوال شعر دی
او همدا راز ورته ستونزه د نا شنا !عنوان لاندې په شعر کې هم جوتیږي چې د شعر خوند ئې پیکه کړی دی.
بس زه به زرلښت حفیظ ته د هغې یو شعر هغې ته د دوعا په ډول بېرته داسې ورغبرګ کړم
زه به وکړمه سوالونه
ډیر به  یاد کړم زیارتونه
که مو سوله میلمنه شي
بیا به راوړم دیدانونه
د زرلښت د شعر د غواړیدا په هیله