د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي د کابل پوهنتون امنیت لپاره په خپله امنیتي طرح جوړوي.
د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون مسئولانو پر دې پوهنتون د برید په غبرګون په یوه ناسته کې وویل، چې د کابل پوهنتون امنیت لپاره به یوه جامع طرحه جوړه کړي څو راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.
دوی همداراز وایي چې پوهنتون کې درسونه په نورمال ډول له سره پيل شوي دي.