د سولې ولسي حرکت سره نن پوليسو ډېر بد چلند وکړ.

د سولې ولسي حرکت سره نن پوليسو ډېر بد چلند وکړ.


  • 4 کاله دمخه (06/11/2020)
  • خوشحال روهي
  • 1285

د سولې ولسي حرکت، چې د ننګرهار له يو شمېر سپين ږيرو سره پرون کابل ته راورسېد او په حضوري چمن کې يې خيمې ووهلې، غوښتل يې نن د امريکې سفارت مخې ته پرلت ووهي او پدې اړه يې له مخکې نه اجازه هم اخېستې وه. پوليسو لومړی دوی ته اجازه نه ورکوله، چې له حضوري چمن څخه ووځي، خو له زيات فشار سره بريالي شول چې د سفارت پر لوري مارش وکړي. مازيګر پوليس يو ځل بيا په دوی پسې راغلل او د اوبو ټانکرونه يې پسې راوستل او د سپين ږيرو په ګډون يې ټول سخت وځپل او د اقبال خيبر په ګډون يې د حرکت مشران او د ننګرهار يو شمېر سپين ږيري ونيول او تر اوسه له دوی سره په توقيف کې دي.

د سولې ولسي حرکت پر وړاندې، چې د سولې په لار کې يو ډېر سپېڅلی حرکت دی، له تاو تريخوالی ډک دا ډول چلند نه يوازې د منلو وړ نه دی، بلکې د سولې په اړه د حکومت اراده له ډېرو پوښتنو سره مخ کوي. زه په کلکه غوښتنه کوم، چې د حرکت مشران او سپين ږيري سمدستي خوشي شي او د سولې ولسي حرکت چې يو سوله ييز حرکت دی، نه يوازې مخه يې ونه نيول شي، بلکې حکومت او ولس يې بايد پراخ ملاتړ هم وکړي.