د اخلي دښمنان له پامه غورځول شوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1226

د روانې اونۍ توده موضوع د خداى بخښلي سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ دغړو خاورو ته د سپارلو موضوع ده .
له همدې کبله د ښار په ځينو سيمو کې د نوموړي عکسونه لګېدلې دي .
داوود خان چې د افغانستان لومړنى ولسمشر دى ، نيکې کارنامې او وطن دوستي يې له درېيو لسيزو راهيسې د بېلګو په توګه يادېږي .
خو په وطن او ولس ددغه مين شخص عکسونه هم په ځينو سيمو کې په ډېرې بې شرمۍ شلول شوي دي .
جالبه خو داده چې دغه عکسونه پر هغو ديوالونو هم شلول شوي ، د کومو تر شا چې د وطن ساتونکي اوسېږي .
سرحدي پوليس درته يادوم ، په دهمزنګ کې د سرحدي پوليسو د ودانۍ پر ديواله لګېدلي دغه عکسونه له يوې ورځې وروسته شلول شوي دي .
خو په همدغه سيمه کې بيا د عبدالعلي مزاري عکسونه له يوې اونۍ راهيسې روغ رمټ دي .
دا لومړى ځل نه دى ، له دې وړاندې د ازادۍ په څو جشنونو کې چې د کابل په غازي لوبغالي او د عيد ګاه ترمخه لمانځل کېږي د احمد شاه بابا عکسونه شلول شوي او يا سترګې ترې ويستل شوي ، خو ددغو عکسونو ترڅنګ د احمد شاه مسعود عکسونه روغ رمټ پاتې شوي دي .
د احمد شاه بابا او سر دار محمد داوود خان د شخصيت او له هېواد سره د هغوى د ليونۍ مينې په اړه څه ويلو ته اړتيا نشته ، خو پوښتنه داده چې د کوم جرم په بدل کې د دوى عکسونه شلول کېږي ؟ او ولې ورسره نفرت ښودل کېږي ؟
زما په اند هغوى کومه بله ګناه نه لري خو يوه ګناه لري او هغه هم طبعيت ور په برخه کړې او هغه داده چې دوى پښتانه وو.
که څوک زما له دې نظر سره مخالف وي نو په ايمان سره دې ، د هغوى هغه ګناه وښيي چې ياده شوې سزا ورته ورکول کېږي .

دولت او بهرني ځواکونه چې هميشه د مخالف نوم اخلي نو مطلب ترې حزب اسلامي او طالبان وي ، خو دغه شان مخالفانو ته چې قومونه سره خپلو کې په جنګ اچوي او وطن ټوټه _ ټوټه کوي ، هيڅ پاملرنه ، نه کېږي .
عکسونه بوډا ګان نه شکوي او نه زموږ سپين ږيري دومره بې ادبه دي ، دا کار ځوانان کوي او ځوانان هغه نسل دى چې نه يې داوود خان ليدلى او نه احمدشاه بابا.

خو چې بيا په ناليدلي توګه يې هغوى پسې راخستې ددې مانا داده چې تر شاه يې څوک شته او دغه څوک په منظمه ډول زموږ ځوان نسل د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي .
کابل ښار کې هرکال د ځينو کسانو په اړه ياد غونډې جوړېږي ، دا داسې کسان دي چې ټولو ته خصوصاً هغه چاته چې د کابل په جګړو کې په همدې ښار کې وو ،ښه معلوم دي .
خو همدغو کسان ته پرته له ( جل جلاله او صلي الله عليه وسلام ) نه ، نور ټول القاب کارول کېږي او داسې ښودل کېږي چې ګويا دوى ټول عمر د ملي وحدت په ټينګښت کې تېر کړى دى .
که رښتياهم همداسې وى نو بيا ايا کابل د ملي وحدت د ټينګښت لپاره کنډواله شو ؟ او ايا دا ٦٠ زره کابل ښاريان د ملي وحدت د ټينګښت په موخه ووژل شول ؟
دوى چې خلک وژل نو يوالى يې د چا ترمنځ راوسته ؟؟؟؟؟
اصلي خبره داده چې په موږ ( پښتنو ) يو لوى عذاب نازل شوى دى ، له هرې خوا وژل کېږو ، په پېښور کې مو د بابا ( عبدالرحمان بابا ) مزار الوزول کېږي او دلته مو د مشرانو عکسونه شلول کېږي .
نورو خلکو خپل تورو کسانو پسې صابون را خستى او دادى تک سپين يې کړل خو موږ خپل تور لاسونه په سپينو مخونو مښوو .
د نورو قاتلان او نا مسلمانه روغ رمټ ګرځي ، خپل ژوند کوي خو زموږ ښونکي وژل کېږي ، د زدکونکيو په مخ مو تيزاب شيندل کېږي .
نورو کې شراب خانې پرانستې دي خو زموږ ښونځي سوزول کېږي او جوماتونه مو شهيدانيږي .
په نورو کې ..... او موږ ........ !!!!!!!!!!!
خبره رانه بله خوا لاړه .
په مړو پسې خبرې کول ښه نه وي ، هغوى اوس داسې ځاى ته تللي چې هلته واسطه نه چلېږي ، فريب او دوکه ځاى نه نيسي ، هلته يواځې عدالت دى او هرڅوک به د خپلواعمالو سزا وګالي .
غوښتنه داده چې که رښتياهم دولت او بهرنيان په دې وطن کې سوله او خلکو ته ارام ژوند غواړي نو ددې وطن او ولس داخلي دښمنان دې له پامه نه غورځوي .
د لستوڼي ماران د غارونو له مارانو ډېر خطرناک وي او که دې ته پام ونه شي ، نو ددې ډول غږ به بيا سبا واوريدل شي او ..... بيا به ډېره ناوخته وي .