که څه هم په رسمي ډول د امریکا د ټاکنو پایله نه ده اعلان شوې،خو د امریکا مخکښ سناتور او د ټرمپ منتقد، برني سندرز وایي، ټرمپ د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام او دروغجن ولسمشر وه. سندرز ویلي چې ټاکنې ظاهرآ دیموکراتانو ګټلي او درایو تر شمیر کیدو وروسته به خپله بریا هم ونمانځي. نوموړي ویلي چې جوبایډن به ددوی له ملاتړ سره ډیر ژر په دندې پیل وکړ او د امریکا متضرره موقف به بېرته ورغوي.
که څه هم دامریکا د ولسمشریزو ټاکنو په روان بهیر کې جوبایډن تر ټرمپ مخکې ښکاري خو لاهم دواړه لوري د رایو د شمیرلو رسمي اعلان ته په تمه دي.