څومره ئې ښه ويلې :
که څوک تله دانصاف پلاس کي درکړي خپل ټټو اودبل آس به برابرکړې
پدې پوهېږم چي ددې ليکنې يوشمير لوستونکی به داټاپه راباندي ولگوی چي کرزی ئې وطنداردی ،دادی اوس تېرنه دفاع کوي .
خوزه داليکنه ځکه په پوره ډاډليکم چي زما نظر دافغانستان ټولو خواوو( مخاليفواوموافقو،همد دول دسيمي اونړی ټولو سياست والوته معلوم دی.) ماتل زيار ايستلۍ چي دخپل هيوادله ملي گټونه دفاع وکړم ،دمقام ،لکس کور اوموټر دهوسونوقربانی سوۍ نه يم .داسي امکانات چي دخپل ولس له وينوځيښلونه دځان دچاغېدولپاره استفاده وکړم زماپه ژوندکي ډير برابر سوی دي ،خوله نېکه مرغه ماتل دشخصي گټو اوښه ژوندپه مقابل کښي داترمختليفوځمکنيواوهوايي بريدونو لاندي هيوادته پام اړولی . په وياړ ويلاي سم چي تر اوسه يعنې تردغه دمه چي دا ليکنه ليکم وطن او افغان ولس تر هرڅه راته گران دي .زه ډاډه يم چي دعمرپه ورستيو شيبوکښي نفسی غوښتنې زمانه هيواد او هيوادوال نسي هيرولاي . ځکه خوبايدزه په ډاډستاسو سره يوځاي دې خبري ته راسو چي پدې ورستيو کښي هغه چي پرون زموږ ولس له هغوي نه سرټکاوه اوددوي شتون په دولت کي ورته دمنلو وړ نه وو،خو ښاغلي کرزی دوې پښې په يوه موزه کي اچولولې وې اودوي ئي په دولتي مقامونوباندي ساتل، نن هغوي له دولت اوکرزی له مشرتابه نه شکايت اوسرټکوي ،وايي دولت داونه کړه ،هائي ونکړه! اخير پدي دولت کي څوک وه ؟ يوازي کرزي هم ولسمشر اوهم دټولو وزراتونو وزير وو؟ داسي خونه وه ! افغان ولس دکرزی نه پدې خوابدۍ سو چي يو شمير داسي کسانوته ئي دبې بنياداوملي گټوخلاف مصلحت پر اساس په دولت کي ددوي تر علمي اومسلکي صلاحيت پورته مقامونوباندي وگمارل چي پايله ئې همدا ويرانی سولې .پدې کسانوکښي داوبو اوبرېښنا وزير اوډاکتر عبدالله ،لومړي مرستيال اونور ښاغلي او اغلي هم شامل وه. دمالې دوزيرښاغلي احدی چي ددي دولت له جوړېدونه پدې ناتارکي شامل وو ،کله چي ئي دولسمشری دټاکنو لپاره ددولتي مقام نه استعفاورکړه ،هغه هم دډاکتر عبدالله ،ضيامسعود اوتورن اسماعيل گوندي خبري کوي . سره لدې چي دۀگه دوزارت په هکله هم داگنگوسې تل تر غوږو کېدې چې ددولت له امکاناتونه دخپلوسياسي موخو لپاره استفاده کوي داچي دمالې په وزارت کي کومې ستونزي وې دهغوي څېړل اوس له وخت نه مخکې خبره ده .
خو جالبه داده چي اوس دغه جگپوړي چارواکي چي څوئي ولسمشری دټاکنې اوبل یې ديوه بل چاسره دسرښورونې اومعاملې په حالت کي ژوند سبا کوي اوتورن اسماعيل خان چي تراوسه لا ددې دولت يعنې دکرزي تر مشرتابه لاندي دولت وزيرپاته دی هم سرټکوي وايي(( دولت ضعيف واو يا ضعيف دی.))
تورن اسماعيل خان خو اورېدلي چي بارک اوبامادکرزی سره په يوشمير مسايلو کي موافق نه دی ددي لپاره چي په راتلونکې کابينه کي داوزارت دلاسه ورنکړي په ډانگ پېيلې وايي چي : چې په اوسني حکومت کې مجاهدينو ته نه پاملرنه ددې لامل شوه چې طالبان او د حکومت وسلوال مخالفين يو ځل بيا سر راپورته کړي .
اوکه له تورن صاحب نه داپوښتنه وسي چي تاسوخپله دهمدې طالبانو له زندان څخه ايرانيانو ونه تښتولاست ؟کله چي تاسو طالبانو ونيولاست هلته ستاسوپه اصطلاح دمجاهدينومخالف دولت وو ؟؟؟.هلته خوکرزی هم ولسمشرنه وو؟ښاغلي رباني دقلاب په دره اودخواجه غارپه سپمڅوکي دسي آي ايې اونورواستخباراتي شبکوپه مټ ځال دافغانستان جمهوررئيس باله اوپه يوشمير هيوادوکښي یې سفارتونه هم فعال وه . هغه وخت چي ستاسو پاچاهې وه ،نو څنگه ئې ونيولې ؟؟چي اوس واياست دولت مجاهدينوته پاملرنه نده کړې ،ځکه طالبان اوددولت مخالفين قوي سول . حقيقت خو دادی تاسو غوندي کسانوشتون چي دامريکا دبې ۵۲ په مټ ئي راوستلاست ددي لامل سو چي ولس غروته وخېژي اوبياورباندی هغه سياسي ټاپه ولگېږي چي اوس تاسوهم له هغې نه استفاده کوی .که امريکا اونوروهيوادو په هغه لومړۍ ورځ افغان ولس ستاسو له شره خلاص کړی واي اوس به دا مشکلات اوستنزي اصلأ نه واي .
راسی سرگرېوان ته کښته کړو.داهره ورځ چي دافغانستان اساسي قانون تر پښولاندي کيږي، او خوارکۍ کرزی وايي دجهادي رهبرابو سره مي مشوره وکړه،دادټاکنو تاريخونه چي دمجاهديبو دمشرانو دغوښتنې له موخې داساسي قانون خلاف کله مخته اوکله شاته غورځۍ داهم په دولت کي ستاسوپه اصطلاح مجادينوته دنه پاملرنې عالامه بلل کېداسي ؟داسي خبره زموږ په ون کي نه ده فيصله شوې چي دمجاهدينو دمشرانو دموافقې خبره دي په هغه کي نه وي مطرح سوې .اوبله لاداچي دادولت اوس عملأ دهمدغوايراني اوپاکستاني تنظيموپلاس کښي دي اوملت ئې يرغمل نيولۍ . موږ نه پوهېږوچي تاسو اوانډيوالان مو نور څه غواړي ؟امريکااوپاکستان يوځل دولت کاملأ ستاسوپلاس درکړ.خووطن مو په وينو ولاړه دکابل ښار کنډوالې ئي تراوسه شاهدي ورکوي .
داټولوته تر لمر روښانه ده چي متاسفانه دامريکا اوبهرنۍ ټولنې دبې غورۍ اونامعقول سياست په پايله کښي تر اوسه په دولتي ادارو کښي داسي څوک چي دپاکو لاسو خاوندوي،کارنسي کولاي ،په شکل داشکالوئي تاسوبدنامه وۍ ،زه دهغوي نومونه دهغودژوندي ساتلو په خاتر نه يادوم ،کنه شمير ئې دترسلو اوړي اومتاسفانه ښاغلي کرزی هم ستاسوغوندي بې وفاملگروپه سپارښتنه هغوي چي په رښتيا هيوادوالوته دصادقانه کار لپاره دهغه سره اوږه ر اوږه دريدل له کارنه گوښه کړي اوهغوي ئي ندي حمايه کړي . يوله اساسی لامولوڅخه چي همدا اوس ښاغلي کرزی تنهااوبېله اولس دحمايي نه پاته دي همدا پرتاسوله ملت نه لري خلکوباندي تکيه وه .
داټوله نړۍ پدې پوهېږي چي ددولت زيات شمير جگپوړي چارواکي ستاسو په اصطلاح مجادين دي .داچي امريکايانو مو ايرانۍ اوپاکستاني جامو اغوستلوته نه پرېږدي دازموږدولس گناه نده .هغه متل دی وايي (( کوندي هم ژاړي رنډي هم ،هغه چي نن ئې راودکړي هغوي په ناورين ژاړي)) تاسوچي داڅولسيزي دملت په وينوکښي لبمېږۍ اودبهرنيو پيسودعايدو شميردرنه ورک دۍ دخلکو دغولولواويوځل بياامريکايانوته دنږدې په يوه بل اپوزيسيون کي دځايولوپه خاطر شکايت کوي اوداغمځپلي هيوادوالي چي ستاسوناخبرو دلاسه دااته کاله چغې وهې څوک ئي اوازنه اوري .که تاسوته دمجاهد خطاب نه کېږي نودبې بې سي په دغه خبرکي ولي تاسو داسي معرفي سوي ياست ؟هغوليکې : د هرات پخوانى جهادي قومندان اود اوبواوبريښنا اوسنى افغان وزير اسماعيل خان دخلکو دپاڅون دانګېزې په اړه وايي. . . . .داچي داپېښه دچاپه اراده اوهڅونه وشوه زه پرې بحث ځکه نکوم چي دهغه وخت دحاکم گوندمشران ټول ژوندی دي هغوي دې دامسله سپړي . اوبل ستاسودوينايوکليمه هم نه رښتيااونه دقبول وړده .خو اوس زه ستاسواو په دولت کي ستاسو دشمالي ټلوالي دنورکسانودټولو بې مسوليته خبرو دسپړلولپاره وخت نلرم اوله بلې خواپدي باوريم چي زمور هوښيار اوبيدار خکل اوس په هرڅه پوهېږي اوداکسان چي په دولتکښي دي اوااوس غواژ يوځل بيادولتي واک ترلاسه کژي زمور ولس پوره پېژنې ،ځکه نه غواړم خپل وخت په هغه څه ضايع کړم چي خلک پرې پوهېږي. دومره ويلايسم چي په همدغه کابل کښي ستاسوپر خبرو خلک خاندي .
ځکه ښاغلي تورن اسماعيل اوددوي دشمالي ټلوالي گوندي رهبران افغان ولس ته دملي چوپړيوه وړوکې بېلگې هم نلري ،حتا خلک وايي دوي دې خوار ولس ته دخپلو سرمايواوشتمنيو ذکات په داسي حال کي سرمايه ئي له شمېره وزي تراوسه چاته نه دی ورکړی .اودښاغلي تورن صاحونه پوښتنه کوي چي دوي پخپله دخپل دولتي مقام دزمامداری په وخت کښي څومره د غريبو خلکوسره مرسته کړې اوددوي کورونوته ئې برېښناورکړې .
خلک وايي که ستاسو دوزارت دکارپه چوکاټ کښي ستاسوکړنې ارزيابي کړونودابه څرگنده سي چي تاسو افغانستان دغربی اوشمالي گانډيانو داقتصادي گټو قربان کړي داچي څنگه خپله وزير صاحب پري پوهېږي تبصير ئي ليکنه اوږدوي .
دشرم خبره خوداده چي ډاکتر عبدالله دامن دجرگي په اړوند دډوبۍ نه تر راستنېدو وروسته خبري کوي . زه نه پوهېږم چي پدې درو ورځوکي چي داښاغلي دبيحات اوخليلزادسره دسياست په خوب اخيال کي ډوب وو،کومه داسي پېښه وشول چي کرزی بايد ژر تر ژره له هغه نه په استفادې سره په سيمه کي دسولي دتامين لپاره استفاده وکړي .ښاغلي عبداله دسياسي رهبرانو اکټ کوي اودډوبۍ نه چي يوه تاجر اوعربې شيخانو مېلمه وه ،داچي دڅه لپاره او ولې عبداله اودده پشان خلک دنجات فرشته بولي دابله خبره ،خو هغه په هيوايي ډگر کي تر خپل صلاحيت وړاندي خبري کوي وايي : که چیرې ددې جرګې داغیزمنتیا لپاره زیات کار ونشي نو ددوی تیراقدمات به هم بې اثره شي. بې بې سي
ډاکټرعبداله د ازادۍ راډیو ته وویل چې افغانستان او پاکستان پخپل منځ کې زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري او باید په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي. ښاغلي عبدالله چې په غیرمستقیم ډول یې دولسمشرکرزي حکومت ته دانتقاد ګوته نیوله ، وویل چې لا هم دافغانستان دشخړې دپای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه نه دي وتلي اوکه دانتخاباتوپه نتیحه کې ښه حکومت واک ته ورسېددی هیله من دی چې مسایل به حل شي . دتاند ويب پاڼه
ډاکتر صاحب سوله اوپه سيمه کي امن دچارواکودخوښی اونامه لپاره بايد تامين سو؟ اودا دټول ملت اوعام ولس لپاره گټوردی؟ کله چي ديوه سالم عقل خاونددښاغلي عبدالله داخبري اوری پدې ډامن کږي چي تراوسه لادهغولپاره چي په بهرنيو هټيوکښي ئې لکسې درشی رانيولي اورنگارنگ نېکټايانې تړې هغه دچاخبره دپلوخوری لباس اغوندي ،کله دسي آي يې دفترپه دروازوکي ولاژړوي اوکله بيادشخانودرويزه خوري ،هغه وخت چي زمور دي سوځېدلي افغانستان ته راستانه سي نوداسي فکر کوي که دي ، همدا دوي دۍ . بايد درهبر غوندي خبري وکړي ،خوپه اصل کښي داسي څرگندونې کوي چي خپل لاسونه په خپله تر شاتړي .زه دانه وايم چي ولي خيليل زاداوبيات داڅوناپېژندل سوی په ډوبې کي سره راټول کړه ؟ او ياداچي سوال وسي ،اياپه ټول افغانستان کي ددوي لپاره ځاي نه وو؟ اوکه داهم يو سياسي رشوت اوبېځايه تبليغاتي کمپاين وو .زموږ خلک دلوږي مري خوهغه چي وايي موږ دغو خلکوته خدمت کوو غونډیي دډوبۍ په لکسو هوټلوکښي دايره وي .ښۀ ، داددوي کاردی نه بيات اونه خيليل زاد غريب دی پيسې بايد په يوه شکل مصرف سي ،دوي ئي دغه ډول مصرفوي .
رابه شودېته چي دډاکتر عبدالله داخبري چي دډوبې له لکسو هوټلو اولکسو ډوډوۍ گانونه ئي وروسته کوي دافغان ولس لپاره دقبول وړ دي اوکنه . پدې پوره باورلرم چي دهغه پر خبرو څوک غوږ نه نيسي ،داځکه چي دافغانستان دغوڅ اکثريت دارادي خلاف دښاغلي کرزی په هدايت هغه چاته دامن دجرگې مسوليت وروسپارل سوچي هغه نه يوازي داچي په جرگه نه پوهېږي بلکه پدي هيوادکي دجرگو اومرکوددود اودستورله منځه وړلو لپاره دخپل تنظيم ،سياسي کړيو اوپلورل سوکسانودليکنو پوسيله دافغان ولس ددې منل سوی اوتاريخي دودپر خلاف مبارزه کوي . رښتياخواداده چي دامن جرگې کارونه ځکه مخته نه ځي چي مشرئي په جرگه نه پوهېږي .پښتانه وايي (۹چي شرئي غمبروي اختر به ئي ماذديگروي )که بل هر څوک دکرزي پر ځاي واي نودهوايي ډگر تر څرگندونو وروسته به يې ورته ويلي واي : ښاغلي په هيوادکي دسولي او امن دراوستو په لارکي ستالاسونه چانيولي دي .که مانيولي چي اوس گوته نسې هغه وخت به دي هم گوته نيولې واي .
درنو لوستونکو داټوله قيصه پدې خاطر رانه اوږده سوه چي اوس په مردارسوی فيل کښي هر څوک چاړه سره کوي .
راسی وطن او وطنوالو گټوته پام وکړو . تاسو وگوری زموږگاونډيانو ،دسيمې دولتونو اوسياسي گوندونوته دخپل مينځي هر ډول اختلاف سره څومره ملي گټې گراني دي اودهغوي ساتنه کوي .خوزموږ يوشميرهغه کسان چي ځانونه سياسيون بولي اوپه ځانگړې توگه هغه چي غواړي ددې ملت مشر سي په ځومره بې پروايي اوبې مسولتۍ سره خبري کوي .
په يوه خبره بايد پوه اوسو چي پدغه دولت کي چي ښاغلی کرزې ئي مشر دی له لومړی ورځ نه بياتراوسه ټول شامل جگپوړي کسان بې مسوليته نشي پاته کېدلاي ، مسولت دټولوترمنځ مشترک اوصلاحيت فردي دۍ .
راسی هغه دچاخبره دخپل بام واروره دبل پر بام ونه غوځوو،هر څوک خپل مسوليت ومنو .دغه چي اوس له دولت نه ددې لپاره چي دخلکورايي تر لاسه کړي سرټکوی په حقيقت کښي ولس ددوي نه بېزاردی اوله دوي نه هم سرټکوي ،ځکه پرون دوي دهمدې دولت جز وه .
راسی چي ددې نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلې ملي او وطنې گټي پر نوروونه پلورو،په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي دهيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچې دسياسي معامله گريواوځان غوښتنې نه خلاص وي .که داځل دخپل برخه ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی بلکي داهيوادبه يوې بلې ملي غميزي ته ورټيل وهل سي .پاي